د کوکنارو بدیل؛ کندهار کې د خرما باغونه مخ په پراخیدو دي

Your browser doesn’t support HTML5

په کندهار کې یو شمیر د خرما د باغونو بڼوال وايي، چې پدغه ولایت کې د خرما د باغونو ترویج مخ په زیاتیدو دی او په دې وروستیو کې د خرما د نویو باغونو جوړیدو ته د کروندګر او بڼوالو پاملرنه زیاته شوې ده.

په کندهار کې یو شمیر د خرما د باغونو بڼوال وايي، چې پدغه ولایت کې د خرما د باغونو ترویج مخ په زیاتیدو دی او په دې وروستیو کې د خرما د نویو باغونو جوړیدو ته د کروندګر او بڼوالو پاملرنه زیاته شوې ده.

دا بڼوال وايي، چې په کندهار کې اقلیمي شرایط د خرما د باغونو لپاره ښه مناسب دي.

ددې ولایت په دامان ولسوالی کې د خرما د باغ یو بڼوال انجنیر حسن وایي چې دوی د ایران نه د خرما ونې راوړي او په کندهار کې یې په خپلو ځمکو کې باغونه جوړ کړي دي.

هغه وویل د خرما ونې په درېیم کال حاصل ته رسیږي او د کندهار هوا د خرما د ونو د ودې او ډېر حاصل لپاره ښه برابره ده.

انجنیر حسن وویل:” د دې باغ دا دوهم کال دی چې کښېنول شوی سږکال د وچکالۍ تاثیرات وو خو راتلونکې کال به حاصل ونیسي. په شروع کې دا لس کیلو حاصل ورکوي خو په وروستي حد کې تر ۲ سوه کیلو ګرامه پوري د خرما حاصل ورکوي دا له هره پلوه د مخدره موادو غوره بدیل دی“.

د کندهار په دامان او د هلمند په مرکز لښکر ګاه کې له تیرو پنځو کالو راهیسې د خرما باغونه کښېنول شوي. باغ لرونکې وایې چې د دواړو ولایتونو توده هوا د خرما په ګډون د تودو سیمو ونې پکې ښه وده کوي.‌