بزګران: د سبزيجاتو کرکيله د کوکنارو ښه بديل کيدای شي

Your browser doesn’t support HTML5

ویډیویي راپور یې دلته کتلی شئ:

کروندګر نېک ولي دين د نږدې شلو کلونو راهيسې پر خپله پنځه جريبه ځمکه مختلف ډوله سبزيجات کري.

په دې سره هم خپلې اقتصادي ستونزې حلوي او هم د سبزيجاتو له پلوه د هېواد پر ځان بساينه کې مرسته کوي.

هغه وويل: ”ګوپي، ټېنډي، بادرنګ، سره بانجان او ځينې نور زه کرم، حتی هنداوڼې هم ډېر ښه حاصل ورکوي. مخکې څوک نه پوهېدل چې دا شيان دومره ګټور تماميږي.‟

هغه له دولت نه غوښتنه لري، چې د کروندګرو لپاره ګرين هاوس او سړې خونې جوړې کړي، څو د کوکنارو په کرکيله بوخت کروندګر د يوه ښه بديل په توګه د سبزيجاتو کښت ته مخه کړي. د ده په وينا په خوست ولايت کې ۱۵۰ شنې خونې په کافي اندازه سبزيجات بازار ته عرضه کوي.

نېک ولي دين زياته کړه ”دولت بايد سړې خونې جوړې کړي او له بزګرانو سره د شنو خونو په جوړولو کې مرسته وکړي‟.

کروندګر ګل زري خان هم د سبزيجاتو د کر له لارې د خپلې کورنۍ اړتياوې رفع کوي. د سبزيجاتو کرل او پالنه ورته اسانه او د نورو کرنيزو محصولاتو په تناسب يې اقتصادي او ګټور بولي.

دی د ځينو ولايتونو هغو کروندګرو ته چې د کوکنار کښت يې خپل کاروبار ګرځولی، وړانديز لري چې د د سبزيجاتو حلالې کرکيلې ته مخه کړي.

ګل زري خان وايي:”په سبزۍ کې ګټه ده، په اپين کې به د څه شي ګټه وکړي؟ سبزۍ کې ډېر ډولونه دي چې د وطن له هوا سره موافق دي. سبزي دومره ګټه کوي چې د اپينو په نسبت دوه ځلې حاصل ترې اخيستلای شي.‟

سږکال هم د هېواد په تر نيمايي ډېرو ولايتونو کې کوکنار کرل شوي، خو د افغان حکومت په وينا د تېر کال په تناسب د کوکنارو کښت راکم شوی دی.