ارګ: کابل او واشنګټن د طالبانو د بریدونو په زیاتوالي اندېښمن دي

تصویر: ارشیف

ولسمشر محمد اشرف غني او د مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د امریکا د ملي‌ امنیت له سلاکار رابرت اوبراین سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې کړي .

د ارګ اعلامیه وایي چې دا تیلیفوني خبرې د جولای په ۱۷ (چنګاښ۲۷) شوي دي.

اعلامیه وايي دواړو خواوو "د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو تر منځ پر مستقیمو مذاکراتو خبرې وکړې او ټینګار وشو چې دغه مذاکرات باید ژر پیل شي. دواړو لوریو کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي پر زیاتولواندېښنه وښوده او څرګنده یې کړه چې باید دغه تاوتریخوالی په افغانستان کې د پایداره سولې او ثبات په خاطر، بند شي."

ارګ وايي چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرت اوبراین دا خبره هم وکړه چې هېواد یې "د متحد، ولسواک او واحد افغانستان څخه چې دوباره د تروریستانو لپاره په امن ځای بدل نه شي، ملاتړ کوي. "

په همدې حال کې ښاغلي عبدالله په خپل فیسبوک کې لیکلي دي چې په دغه تیلیفوني خبرو کې د طالب بندیانو د پرېښودو په مسئلې هم خبرې وشوې.

د افغانستان حکومت وايي شاوخوا ۴۰۰۰ طالب زندانیان یې خوشي کړي دي او طالبان هم وايي سلګونه افغان سرتېري یې پرېښي دي.

د دغو بندیانو تبادله د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوي تړون یوه مهمه برخه وه.

دا خبرې داسې مهال کیږي چې تر دې مخکې هم ځینو نورو امریکایي چارواکو ویلي وو چې په افغانستان کې د طالبانو د بریدونو زیاتوالی ورته د منلو نه دی.

د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي ستیفانو پوتیکورو امریکا غږ ته ویلي وو چې که طالبان فکر کوي‌ د بریدونو د زیاتوالي له لارې خپل دریځ قوي، اشتباه کوي.

هغه دا خبره هم کړې وه چې د تاوتریخوالي زیاتوالی ښایي‌ د طالب بندیانو د پرېښودو مسئله له خنډه سره مخامخ کړي.