بخښنې نړیوال سازمان هند کې د اعتراض کوونکو افغان کډوالو خوشې کیدو غوښتنه کړې

بخښنې نړیوال سازمان په هند کې د یو شمیر هغو افغان کډوالو نیولو خبر ورکړی، چې د کاج پر تعلیمي مرکز باندې د خونړي برید دغندنې لپارپه نوي ډهلي کې په یوه جوړه شوې اعتراضیه غونډه کې د ګډون وروسته د پولیسو له خوا نیول شوي.

دغه سازمان په یوه اعلامیه کې، چې د پنجشنبې د ورځې ناوخته اکتوبر شپږم ( تلې ۱۴) یې خپره کړې ویلي" مونږ د نوي ډهلي له پولیسو څخه غواړو چې هغه شمیر افغان کډوال، چې په افغانستان کې د جمعې په ورځ د کاج په تعلیمي مرکز کې پر هزارګانو د هدفي برید چې د ۵۳ تنه یې ووژل د غندنې لپاره نن ( پنجشنبه) په یو سوله ییزه اعتراضیه غونډه کې راټول شوي و، نیول شوي په عاجل ډول دې بیرته خوشې کړي".

په هند کې د بخښنې نړیوال سازمان دفتر ویلي، چې یو شمیر افغان کډوالو چې د نوي ډهلي د 'جنتر منتر' په سیمه کې یې د امنیتي ترتیباتو او قانوني نظم لپاره د پولیسو څخه د لاریون جواز هم درلود نیول شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، چې په کار نه دي چې، د هر ډول جواز نشتون او یا د نورو لازمو ادارې مراتبو نه مراعات کول د خلکو ټولیدل غیرقانوني کړي او د غونډې د ګډونوالو د نیولو لپاره ترې کار واخیستل شي.

بخښنې نړیوال سازمان ویلي " د اعتراض حق یو انساني حق دی، نه یو امتیاز. په دې برخه کې هرډول محدودیت باید د ځای، وخت او اعتراض بڼې ته په پاملرنې اعتراض کوونکو معقولو اندیښنو ته په کتنې ترسره شي ".

د نوي ډهلي پولیسو تراوسه د بخښنې د نړیوال سازمان غوښتنې ته غبرګون نه دی ښودلی.

د تیرې جمعې په ورځ د کابل په لودیځ کې د دشت برچې په سیمه کې د کاج په تعلیمي مرکز باندې د ځانمرګي برید وروسته پر هزاره توکمو باندې د بریدونو د دریدلو او غندنې لپاره د افغانستان په دننه او بهر کې پراخه لاریونوونه او د ټولنیزو رسنیو له لارې کمپاینونه شوي چې لړۍ یې لا هم دوام لري.

په ټویټر کې پر هزاره توکمو د بریدونو د بندیدو کمپاین نږدې شپږ میلیونو ته رسیدلی دی.

د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي دفتر " یوناما" د راپور له مخې د کاج په تعلیمي مرکز د تیرې جمعې په ځانمرګي برید کې د ۴۶ نجونو په ګډون ۵۳ تنه مړه او ۱۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

دا برید د جمعې په ورځ سپټمبر ۳۰ ( تلې اتم) شاوخوا اوه بجې هغه مهال وشو، چې د کاج د تعلیمي مرکز په دننه کې شاوخوا څلورو سوو زده کوونکو د کانکور ازموینې لپاره په یوه ازمیښتي ازموینه کې ګډون کړی و.

دا برید د ملګروملتونو دامنیت شورا په ګډون د نړیوالو ادارو او د نړیوالو شخصیتونو له خوا په پراخه کچه غندل شوی دی.