بخښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید د افغان کډوالو نیول او ځورول بند کړي

د بخښنې نړیوال سازمان د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې د افغان کډوالو او هغوی چې د پناه په لټه کې دي او زیات شمیر یې د طالبانو له ویرې دغه هیواد ته تښتیدلي په خپلسر نیول او ځورول پای ته ورسوي.

دغه سازمان د سه شنبې په ورځ جون ۲۰(جوزا ۳۰) په یوه اعلامیه کې ویلي په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته زیات شمیر افغانان پاکستان ته کډه شوي، چې په دغه هیواد کې د خپلسر نیولو او له هیواد څخه شړلو له ګواښ سره مخامخ شوي دي. د جون شلمه په ټوله نړۍ کې د کډوالو د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کیږي.

د طالبانو د حکومت د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت وايي چې اوس مهال له اوو میلیونو څخه زیات افغانان د ګاونډیو هیوادونو په ګډون د هیواد بهر د کډوالو په توګه ژوند کوي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې د افغان کډوالو د نوم لیکنې په بهیر کې د پام وړ ځنډ له امله اکثره افغانان په پاکستان کې د کډوالو د پیژندګلوۍ کارتونه نلري او اکثره افغانان دغه هیواد ته په عادي ویزو سفر کړی، چې اوس یې د اوسېدو موده پوره شوې ده.

دغه سازمان ویلي: "وضعیت په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره چې په افغانستان او پاکستان دواړو کې له تبعیض سره مخامخ دي ډیر خراب دی."

د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا یوې چارواکې ډینوشیکا ډیسانایک ویلي، چې دا د ژورې اندیښنې خبره ده، چې نړیواله ټولنه په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت ته پام نکوي.

میرمن ډیسانایک ویلي: " ددې له امله، چې نه بیرته خپل هیواد ته ستنیدلی شي او نه هم په پاکستان کې په دایمي ډول اوسیدلی شي دوی په داسې یو حالت کې بند پاتې، چې هیڅ د تیښتې لار نلري".

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، چې د ملګروملتونو د مهاجرینو عالي کمیشنرۍ "یو این ایچ سي ار" د کډوالو په توګه ددغو افغانانو د نومونو ثبت او همداشان د پاکستان د حکومت له خوا د ویزو د تمدید په برخه کې د ځنډ له امله دا افغان کډوال د پولیسو له خوا نیول کیږي، زورول کیږي او پیسې ورڅخه اخیستل کیږي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، چې د پاکستان د سند د ایالت د کراچۍ ښار، پیښور او کویټې په ښارونو کې یې د افغان کډوالو د نیولو اوزورولو په اړه ډیر راپورنه ترلاسه کړي دي.

د حسن په نوم ( مستعار نوم) د بخښنې سازمان ته ویلي، چې د طالبانو د واکمنۍ دمخه یې د افغانستان د کورنیو چارو په وزارت کې کار کوه. ده دغه سازمان ته ویلي، چې پاکستاني پولیس د شپې له خوا دده کورته ورغلي و او د کور د پلټنې ترڅنګ یې د شاوخوا شلو پورې نورو افغانانو سره یوځای په اسلام اباد کې د پولیسو مرکز ته وړي و.

حسن وویل: "له مونږ یې پاسپورټونه او جیبي بکسونه واخیستل، ځو ځله یې تالاشي کړو. حتی هغه کسان یې هم ونیول، چې په پاکستان کې د اوسیدلو قانوني اسناد لرل.

حسن ویلي، چې د نیولو په سبا یې د ۳۰ زره پاکستاني کلدارو په بدل کې بیرته خوشې کړ، خو پولیسو ورته د جریمي کومه پاڼه نه ده ورکړې. یو شمیر نورو افغان کډوالو هم د بخښنې نړیوال سازمان ته ویلي، چې له هغوی یې هم همدومره پیسې اخیستي او بیا یې خوشې کړي دي.

تیره اونۍ په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت، چې د طالبانو له خوا اداره کیږي وویل، چې په پاکستان کې د افغانانو د نیولو او ځورولو په مسله یې د پاکستان د بهرنیو چارو او کورنیو چارو د چارواکو سره خبرې کړي دي. دغه سفارت هغه مهال ویلي و، چې تر ۲۵۰ پورې افغانان یوازې په اسلام اباد او شاوخوا سیمو کې د پولیسو له خوا نیول شوي و. خو په اسلام اباد کې میشتو یو شمیر افغانانو امریکا غږ ته ویلي، چې یوازې په دغه ښار کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نږدې ۵۰۰ افغانان په دې وروستیو ورځو کې د پاکستان د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

د ملګروملتونو د مهاجرینود عالي کمیشنرۍ " یو این اچ سي ار" د معلوماتو له مخې اوس مهال په پاکستان کې ۳.۷ میلیونه افغان کډوال اوسیږي، چې یوازې ۱.۴ میلیونه یې د کډوالو په قانوني اسنادو په دغه هیواد کې ژوند کوي.

د رپوټونو له مخې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ د ۱۵ وروسته شاوخوا درې سوه زره افغانان پاکستان ته کډه شوې دي.