افغان لوبڅار د کرکټ د ۱۹ کلنو په نړیوال جام کې

احمد شاه بکتین لمړی افغان دی چې د نړیوال جام په سیالیو کې لوبڅاري کوي

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د ۱۹ کلنو د کرکټ په نړیوال جام کې به افغان لوبڅار احمد شاه پکتین لوبڅاري وکړي.

د بورډ په اعلامیې کې راغلي دي چې ښاغلی پکتین د سه شنبې په ورځ (جنوري۷) جنوبي افریقا ته روان شو.

د ۱۹ کلنو د کرکټ نړیوال جام سیالۍ په جنوبي افریقا کې کیږي چې افغانستان هم په کې برخه لري.

په اعلامیې کې راغلي: "احمد شاه پکتین به د نړیوال جام پر مهال په رسمي او تمریناتي سیالیو کې د نړۍ د نورو مخکښه لوبڅارانو ترڅنګ لوبغالي کې دننه او د احتیاطي لوبڅار په توګه دنده ترسره کړي."

ښاغلی پکتین لمړی افغان دی چې د کرکټ د دغه نړیوال جام په سیالیو کې لوبڅاري کوي.

د کرکټ نړیوال جام سیالۍ د جنوري په ۱۷ پیلیږي او د فبرورۍ په نهمه ختمیږي. د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډله له جنوبي افریقا، کاناډا او متحدو عربو اماراتو سره لوبې لري.