هیدر بار ملګرو ملتونو ته: د طالبانو پر وړاندې غیر اصولي اقدامات به تاسو ته هیڅ په لاس درنکړي

کلیوالي ښځوونځیو کې د طالبانو له خوا د افغان ماشومانو پر زده کړو د بندیز په اړه د اروزنې په باب د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې "یونیسف" د اعلامیې وروسته د بشري حقونو د څار د سازمان یوې لوړپوړې چارواکې ویلي، چې د طالبانو پر وړاندې غیر اصولي اقدامات به ملګرو ملتونو ته هیڅ په لاس ورنکړي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې "یونیسف"د پنجشنبې په ورځ جون اتمه (غبرګولي ۱۸) وویل، چې اوس مهال دا اداره د طالبانو د حکومت له خوا د هغو نړیوالو غیر دولتي موسسو د فعالیتونو د بندیدو د رپوټونو په اړه، چې له ښوونځي محرومو شویو افغان ماشومانو ته په کلیوالو سیمو کې د زده کړې زمینه برابروي، ارزونه کوي.

د طالبانو له خوا ددغو نویو محدودیدونو وروسته د بشري حقونو د څار سازمان (HRW) د ښځو څانګې مرستیالې هیدر بار ویلي، چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د ډیرو زیاتو ستونزو سره مخ دي.

هیدربار د پنجشنبې په ورځ جون نهم ( جوزا ۱۹) د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي: "ملګري ملتونه افغانستان کې د ډیرو ستونزو سره مخ دي. خو د ملګرو ملتونو ادارې اوس په همهاله ډول طالبانو ته د امتیاز ورکولو او غیر اصولي غوښتنو/ د ښځینه کارکوونکو پر کار بندیز او ددغې ادارې په پروګرامونو د نورو بریدونو سره ځان مخ ګڼي. واورئ؟ د طالبانو پر وړاندې غیر اصولي اقدامات به تاسو ته هیڅ په لاس درنکړي".

یونیسف د هغو ۱۵ محلي او ۱۲ نړیوالو موسسو سره همکاري کوي چې د افغانستان په لیرې پرتو او بې وزلو سیمو کې په کلیوالي ښوونځیو کې شاوخوا ۲۱ زره ټولګي چلوي.

دا ښوونځي زیاتره په هغو سیمو کې دي چې رسمي ښوونځي نلري. ددې ښوونځیو له لارې افغان ښوونکي په عامه ودانیو او کورونو کې ماشومانو ته د افغانستان ملي نصاب تدریس کوي.

ددې دمخه د طالبانو حکومت د روان لمریز کال حمل د میاشتې په وروستیو کې د کندهار او هلمند په ولایتونو کې د کلیوالي ښوونځیو ۶۲۰ ټولګي د امر ثاني پورې تړلي و.

یونیسف ویلي، چې د طالبانو له لورې "د ورکړل شوي ممکنه لارښود په اړه د سپیناوي په لټه کې دي" چې د طالبانو مشرانو یې تر اوسه په اړه په څرګند ډول تبصره نه ده کړې.

ددې نوي لارښود خبر له هغه وروسته ورکړل شوی چې د یکشنبې په ورځ د طالبانو د معارف وزارت د یو ټویټ له مخې، د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده په کندهار کې د پوهنې له ولایتي چارواکو سره وکتل.

طالبان په ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته په پرله پسې ډول پر خلکو په ځانګړي ډول پر نجونو او ښځو محدودیتونه لګولي دي.

نجونې یې د شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځیو کې له زده کړو منع کړي او پر نجونو او ښځو باندې یې په بوهنتونونو کې پر زده کړو بندیز لګولی دی. ددې سربیره ښځې یې په غیر دولتي موسسو او د ملګروملتونو په دفترونو کې د کار کولو څخه هم منع کړي دي.

د طالبانو مشرانو په مکرر ډول ادعا کړې چې دوی به د بودیجې او اسلامي ښوونو سره سم نصاب په شمول د لازمو شرایطو په برابرېدلو سره د نجونو لپاره ښوونځي بیرته پرانیزي.

ملګرو ملتونو د اپریل په میاشت کې د قطر په پایتخت دوحه کې د دغې ادارې په دفترونو کې د افغان میرمنو په کار باندې د بندیز د ارزولو لپاره د یوې غونډې بندوبست کړی و.

ددې غونډې په پای کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش وویل، چې ددې ستونزو سره سره به ملګري ملتونه د افغانانو څخه ملاتړ ته ژمن پاتې شي. هغه وویل، چې د ملګرو ملتونو په ادارو او غیر دولتي موسسو کې د ښځو د کار بندیز ورته د منلو نه دی.