د پنجاب د ترهګرۍ ضد پوليسو افسر په سړي تښتونې تورن شوی

د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت کې په وروستیو میاشتو کې د پیسوپه بدل کې د سړي تښتونې د جنايي پیښو راپورونه ورکړل شوي دي، چې د ځینو پیښو کې ښکیل کسان د پولیسو له خوا نیول شوي هم دي.

د پاکستان د پنجاب ايالت د ترهګرۍ ضد څانګې يو افسر په پېښور کې د يوه ځايي سوداګر په تښتونې تورن شوی دی.

د پېښور پوليسو د هغه افسر خلاف د سپټمبر پر دويمه (وږی ۱۲) په يونيورسټي ټاون سيمه کې د ځايي سوداګر او ټېکدار پير محمد د تښتولو د هڅې کولو قضيه ثبت کړې ده.

د پوليسو په لومړي تحقيقاتي راپور کې د حيات اباد د استوګن پير محمد د ادعا له مخې په ثبت شوې قضيه کې ليکل شوي چې نوموړی د اګست پر دويمه په يونيورستي ټاون سيمه کې په خپل دفتر کې ناست وو چې دوه کسان ورغلل: "هغوی ما ته وويل چې کرنل (ډګرمن) صاحب دباندې ولاړ دی او ستا سره خبرې کول غواړي. زه چې څنګه دباندې راووتم نو په بې نمبر پلېټه ويګو ډوله موټر کې له څلورو تر شپږو وسله لرونکو کسانو زما د تښتولو لپاره پر ما بريد وکړ."

نوموړی زياتوي، پر دې مهال د هغه دوه زامن، ملګري او نور خپلوان ژر راغلل او هغه يې وژغوره. د پوليس په راپور کې ليکل شوي چې تر هغه وروسته نور کسان په تېښته کې بريالي شول خو يو کس ونيول شو، چې وروسته پوليسو ته وسپارل شو.

د پير محمد له خولې د پوليسو راپور زياتوي، چې نيول شوي کس په لومړي سر کې خپل ځان د مېجر (جګړن) ضرار په نامه معرفي کړ. په راپور کې پرمخ ليکل شوي چې د نيول شوي کس له جېب څخه د امنيتي ادارو کارتونه راووتل.

پير محمد په خپل راپور کې غوښتنه کړې چې د نيول شوي کس او د هغه د تښتېدلو ملګرو پرضد دې قضيه درج کړل شي او خپله ده ته دې امنيت ورکړل شي.

پوليس وايي د نيول شوي افسر پرضد يې قضيه درج کړې او پلټنې روانې دي.=

پر ټولنيزو شبکو يوشمېر کسانو د دې پېښې او د پوليسو د افسر د نيولو ويډيوګانې خپرې کړې دي. هغوی ادعا کړې چې د پنجاب د امنيتي ادارو کسان پښتانه سوداګر د پیسو ترلاسه کولو لپاره تښتوي او وروسته يې د پيسو په بدل کې خوشې کوي.

تر اوسه د پنجاب پوليسو د ترهګرۍ ضد څانګې په دې اړه څه ډول غبرګون نه دی ښودلی او نه يې هم کوم رسمي بيان خپور کړی دی.

خو تر دې وړاندې په پنجاب ايالت کې ځينې پوليس نيول شوي وو چې د پيسو لپاره يې سړي تښتولي وو.