د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو پاکستان کې د ملګرو ملتونو د مامورینو په موټر ډزې کړي


په پاکستان کې پولیس وایي وسله والو چې معلومه نده څوک و، سه شنبه جولای ۳۰ ( زمري نهمه ) یې ددې هیواد په شمال لویدیځ کې د ملګرو ملتونو د مامورینو په موټر ډزې کړي خو چا ته پکې زیان ندی رسیدلی.

پولیسو ویلي چې موټر د مرمۍ ضد و او د ملګرو ملتونو پرمختیایي ادارې سیمه ایز مامورین پکې سپاره وه.

پیښه د خیبر پښتونخوا د ډیره اسماعیل په ولسوالۍ کې شوې.

د دې ولسوالۍ د پولیسو مشر عبدالسلام مطبوعاتو ته ویلي چې په برید کې د پروژو خدماتو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې سیمه ایز مامورین په نښه شوي و.

ښاغلي سلام ویلي چې په موټر کې سپرو کسانو ته هیڅ کوم زیان ندی اوښتی او زیاته یې کړه چې پولیسو د برید ګرو پیدا کولو لپاره تصفیوي او د لټون عملیات پیل کړیدي.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې ددې برید د کولو ادعا نده کړې او د پاکستاني طالبانو غورځنګ یا ټي ټي پي هم په یوې اعلامیې کې پدې برید کې خپل لاس لرل رد کړیدي.

د پاکستان په امنیتي ځواکونو او نورو اهدافو پدې تیرو څو کالونو کې بریدونه ډیر شوي چې پاکستاني چارواکي یې د اکثریتو ملامتي د پاکستاني طالبانو په غورځنګ یا ټي ټي پي اچوي.

اسلام آباد دا ادعا هم لري چې ددې ډلې مشران په افغانستان کې د پټیدو خوندي مرکزونه لري او له هماغه ځایه پدې هیواد کې د بریدونو بندوبست کوي خو طالبانو په پرله پسې توګه دا ادعاوې رد کړي او ټینګار کوي چې هیچا ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې یې پر ضد کار واخیستل شي.

په پاکستان کې د امنیتي مطالعاتو او څیړنو مرکز په دې وروستیو کې په خپل یو راپور کې ویلي چې په تیرو دریو میاشتو کې په پاکستان کې ۲۴۰ ترهګریز بریدونه او د ترهګرۍ ضد عملیات شوي چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۳۸۰ کسان وژل شوي چې ۲۳۶ یې ملکي وګړي او د پاکستان امنیتي ځواکونه او ۱۲۴ نور یې سخت دریځه وسله وال دي.

د دغه راپور له مخې، د دغو پېښو ۸۷ فیصده او ۹۲ فیصده مرګ ژوبله د پاکستان په دوو ایالتونو خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې ثبت شوي دي. تحریک طالبان پاکستان د اکثرو دغو بریدونو مسوولیت منلی دی.

د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډلې ویلي چې د روان۲۰۲۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې شاوخوا ۵۰۰ بریدونه کړي دي. دغې ډلې ویلي چې د دوی زیاتره بریدونه د خیبر پښتونخوا په ایالت کې کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG