امریکایان د کړکیچ حل کولو کې د بایډن وړتیا څنګه ارزوي؟ 

د جو بایډن په مشرۍ د امریکا د متحده ایالاتو د نوي حکومت د کار له پیل څخه پوره دوه اونۍ وروسته د یوې نظرپوښتنې نتیجې ښیي چې ډیری امریکایان په یو ډول په ښاغلي بایډن او د امریکا پر وړاندې د کړکیچونو لکه د کروناویروس د وبا په مدیرت کې د هغه په وړتیا باور لري.

د اسوشیتیدپرس خبري اژانس د نظرپوښتنې موندنو ښودلي چې ۶۱مصاحبه شوي کسان د جو بایډن د جمهوري ریاست د لومړنیو ورځو له کړنو څخه راضي دي. که څه هم چې د ملاتړو زیات شمیر د دموکرات ګوند پلویان دي او د څلورو څخه یو یې هغه کسان دي چې د جمهوري غوښتونکي ګوند پلویان دي او د جمهور رئیس بایډن له کارونو نه راضي دي.

د ګالوپ د څیړنیز مرکز د نظرپوښتنو له مخې تقریباً د امریکا د ټولو معاصرو جمهور رئیسانو د دریو لومړنیو میاشتو کار نه د رضایت کچه ۵۵فیصده او یا څه زیاته وه. د ګالوپ نظرپوښتنو ښودلي چې یواځې د پخواني جمهور رئیس دونالد ټرمپ د کار څخه د خلکو د رضایت کچه حتي د هغه د کار په لومړیو ورځو کې هیڅکله له ۵۰ فیصدو پورته نه شوه.

جو بایډن ته د امریکا په داخلي مسایلو کې د پخواني جمهور رئیس څخه د سیاسي پلوه یوه ویشلې ټولنه، د کروناویروس د وبا ګډې وډې چارې او د بهرني پیچلي او جدي سیاست د مسلو تر څنک ژورې اقتصادي ستونزې په میراث پاته دي.

یو شمیر تاریخ‌ لیکونکي د ښاغلي بایډن پر وړاندې کړکیچونه د هغو ستونزو سره پرتله کوي چې د امریکا د کورنۍ جګړې په ترڅ کې ابراهام لینکن او د نړۍ د ستر اقتصادي کړکیچ پر وخت فرانکلین روزولت ورسره مخامخ و.

د اسوشیتدپرس نظرپوښتنو ښودلی چې ۷۵فیصده امریکایان لږ او ډیر پدې باور لري چې ښاغلی بایډن د کروناویروس د وبا پر وړاندې د مبارزې وړتیا لري. د کار د پیل له لومړیو ورځو څخه ښاغلي بایډن د دونالډ ټرمپ په پرتله د کروناویروس د وبا په اړه یو بل شان او جدي کار پیل کړی دی.

ښاغلي ټرمپ د کروناویروس د وبا په ګډون د زیاتو مسایلو په هکله د خپلو سلاکارانو مشورې نه اوریدې، خو د اسوشیتدپرس نظرپوښتنې ښیي چې ددې نظرپوښتنې شاوخوا ۸۰فیصده ګډون کوونکي باور لري چې ښاغلی بایډن په خپلو تصمیمونو کې د متخصصینو او سلاکارانو له مشورو څخه ګټه اخلي.

په مجموعي توګه له څلورو څخه درې برخې ګډون کوونکو ویلي چې بشپړه او یا تر یو حده باور لري چې جو بایډن په سپینه ماڼۍ کې د مناسبې او ګټورې دندې د ترسره کولو وړتیا لري. د ګډون کوونکو له دریو څخه دوو ډاډ څرګند کړی چې ښاغلی بایډن به د اقتصادي کړکیچ او بیکارۍ ستونزه په سمه توګه حل کړي.

اسوشیتدپرس پدغه نظرپوښتنه کې د امریکا د ۱۰۵۵ پوخ عمره اوسیدونکو سره د جنورۍ د ۲۸او فبرورۍ د لومړۍ نیټې ترمنځ مرکې کړي دي چې د ټولنې مختلف قشرونه په کې شامل وو. داسوشیتدپرس خبري اژانس پدغه نظرپوښتنه کې د سهوې کچه ۳.۸فیصده ګڼلې ده.