د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن د فرمانونو په صادرولو د ټرمپ څو پالیسۍ لغو کړې 


د امریکا جمهور رئیس جو بایډن د خپل کار په لومړۍ ورځ د کروناویروس سره د مبارزې او د امریکا د مخکني حکومت د سیاستونو د بدلون په اړوند څو اجرایي فرمانونه لاس لیک کړل.

ښاغلي بایډن د چهارشنبې د ورځې په ماښام جنورۍ ۲۰ (سلواغې ۱) د امریکا د جمهور رئیس په توګه له لوړې څخه څو ساعته وروسته ددغو فرمانونو د لاس لیک کولو په مراسمو کې خبریالانو ته وویل: "له نن څخه بل هیڅ (ښه) وخت د پیل لپاره نشته."

د ښاغلي بایډن یو اجرایي فرمان چې د کار په لومړۍ ورځ یې لاس لیک کړ د امریکا متحده ایالاتو ته د یو شمیر اسلامي هیوادونو د اتباعو د سفر کولو د ممنوعیت لغو کول دي.

د امریکا پخواني جمهور رئیس دونالد ټرمپ په ۲۰۱۷کې د یو فرمان په صادرولو سره امریکا ته د اوو اسلامي هیوادونو - عراق، ایران، لیبیا، سومالیا، سودان، سوریه او یمن – د اتباعو راتګ منع کړ او هغه یې متحده ایالاتو ته د سخت دریځو او ترهګرو د راتګ د مخنیوي لپاره اړین اقدام وباله.

د پاریس د اقلیم د بدلون له تړون سره د امریکا د متحده ایالاتو بیرته یوځای کیدل بل فرمان و چې ښاغلي بایډن د خپل کار په لومړۍ ورځ لاس لیک کړ. د امریکا متحده ایالات د ښاغلي ټرمپ د جمهوري ریاست پر وخت له دغه نړیوال تړون څخه ایستل شوي وو.

ددغه فرمان په اساس ښاغلي بایډن هغه مقررات لغو کړل چې د ښاغلي ټرمپ د حکومت پر وخت د تیلو او سونګ موادو د استخراج او مصرف د اسانتیاو لپاره وضع شوي وو.

د روغتیا د نړیوال سازمان سره د امریکا بیرته یوځای کیدل هم د ښاغلي بایډن د لومړۍ ورځې په کارونو کې وو. جمهور رئیس ټرمپ د کروناویروس د وبا د خپریدو په نتیجه کې پدې ادعا چې د روغتیا نړیوال سازمان ددې وبا په وړاندې سم اقدام ندی کړی، متحده ایالات یې له دې سازمان وویستل.

ددغو فرمانونو په منځ د امریکا او مکسیکو ترمنځ د سرحدي دیوال د کار بندول او د Keystone XLپه نامه د کاناډا نه امریکا ته د خامو تیلو د لیږدولو د نل لیکې د جوړولو لغو کول هم شامل وو. همداشان د ښاغلي ټرمپ هغه فرمان یې هم لغو کړ چې د امریکا په یو شمیر ایالتونو کې یې هغه کسان چې د امریکا تابعیت نلري په سرشمیرنه کې د شمولیت څخه منع کړي وو او د هویت او جنسیت پر اساس د توپیر سره د مقابلې لپاره د اقداماتو د پراخولو فرمان یې هم لاس لیک کړ.

ښاغلي بایډن په یو ځانګړي فرمان کې په ټولو فدرالي ادارو کې د ماسک تړل جبري کړل. جمهور رئیس بایډن د امریکا له ټولو اوسیدونکو غوښتي چې د هغه د حکومت په لومړیو سل ورځو کې ټول له ماسک نه استفاده وکړي او ژمنه یې کړې چې ۱۰۰میلیون امریکایان د جمهوري ریاست په لومړیو سل ورځو کې د کروناویروس ضد واکسین شي.

ټاکل شوې چې ښاغلی بایډن په راتلونکو لسو ورځو کې نور فرمانونه هم لاس لیک کړي.

XS
SM
MD
LG