سعودي عربستان د یکشنبې په ورځ، جنوري ۱۲ (مرغومي ۲۳) د منځني ختیځ او اروپايي هېوادونو له لوړ پوړو دیپلوماتانو سره له خبرو وروسته پر سوریې د لګولو شویو بندیزونو د لرې کېدو غوښتنه کړې ده.
د چارو څیړونکي وايي وروسته له هغې چې تېره میاشت اسلامپاله یاغیانو د اسد رژیم نسکور کړ، د منځني ختیځ تر ټولو لوی اقتصاد لرونکی شاهي هېواد سعودي عربستان هڅه کوي چې په سوریه کې خپل نفوذ زیات کړي.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان ال سعود په ریاض کې د ترکیې، فرانسې، اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو له دیپلوماتانو سره له خبرو وروسته وویل: "موږ پر سوریې باندې د یو اړخیزو او نړیوالو بندیزونو د لرې کولو پر ارزښت باندې ټینګار وکړ، ځکه چې د دغو بندیزونو دوام د بیارغونې او پراختیا په برخه کې د سوریې د خلکو د ارمانونو په وړاندې خنډ جوړوي."
د سوریې نوی مشر احمد الشراع چې تر مشرې لاندې یې د یاغي ډلو ایتلاف د بشارالاسد واکمني نسکوره کړه هم د بندیزونو پر لرې کولو ټینګار کوي. اسد الشیباني د سوریې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د ریاض په غونډه کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته تللی دی.
د متحده ایالاتو او اروپايي اتحادیې په ګډون لویدیځو قدرتونو په ۲۰۱۱ کال کې وروسته له هغې پر سوریې بندیزیونه ولګول چې بشارالاسد د حکومت ضد لاریونونه په ظالمانه توګه وځپل او په دې هېواد کې د کورنۍ جګړې د پیل لامل شو.
متحده ایالاتو په سوریه کې د کورنۍ جګړې څخه وړاندې پر دغه هېواد بندیزونه لګولي و. واشنګټن په ۱۹۷۹ کال کې سوریه د تروریستي ډلو څخه د ملاتړي هېواد په توګه وپېژنده او په ۲۰۰۴ کال کې یې پر دغه هېواد بندیزونه لا زیات کړل.
په سوریه کې له ۱۳ کلونو څخه د زیاتې مودې کورنۍ جګړې له امله څه باندې ۵۰۰ زره وګړي ووژل شول، د دې هېواد تاسیسات ویجاړ شول، خلک بې وزله شول او میلیونونه سوریاییان د خپل هېواد پرېښودلو ته اړ شول.
د متحده ایالاتو د خزانې وزارت تېره دوشنبه وویل چې پر سوریې به د هغو لګېدلو محدودیتونو په برخه کې اسانتیاوې راولي چې له امله یې د دې هېواد د برېښنا او حفظ الصحې په شان اړین خدمات اغیزمن شوي دي.
د متحده ایالاتو چارواکي په سوریه کې د پرمختګونو په تمه دي او په وینا یې له مثبتو بدلونونو وروسته به د بندیزونو پر لرې کولو باندې غور وکړي.
په عین حال کې د اروپايي ټولنې یوې جګپوړې دیپلوماتې کاجا کالاس ویلي چې دوی به وروسته له هغې د بندیزونو لرې کول پیل کړي چې د سوریې نوي واکمنان د یو داسې ټول شموله حکومت د جوړولو لپاره ګامونه پورته کړي، چې په کې د ټولو اقلیتونو حقونه خوندي وي.
هغې زیاته کړې چې په دې اړه د خبرو لپاره به د اروپايي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د جنوري په ۲۹مه خبرې وکړي.