عرب لیګ هېوادونو سوریې ته د بیا غړیتوب ورکولو پریکړه وکړه

د عرب لیګ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو دا پریکړه د مصر په قاهرې کې وکړه.

د عرب لیګ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو چې د مصر په پایتخت قاهرې کې جرګه شوي یکشنبه مې ۷ (غوایي۱۷) یې پدې سازمان کې سوریې ته په بیا غړیتوب ورکولو موافقه وکړله خو شرایط یې هم ورته وټاکل.

سوریه د دې لیګ څخه څه باندې لس کاله وړاندې وروسته تر هغه وایستل شوه چې هلته کورنۍ جګړه پیل شوه.

ویل کیږي چې په عرب لیګ کې د سوریې غړیتوب بیرته ژوندی کول د دې لیګ د ټولو غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په خوښې نه بلکې د اکثریت رایو پر اساس د تړلو دروازو تر شا په خبرو کې منل شوی.

د دې لیګ په اعلامیې کې ویل شوي چې د سوریې د شخړې حل ګام په ګام موضوع ده او لومړی ګام به یې د عرب لیګ په غونډو کې د سوریې د ګډون پیل کیدل وي.

دې ډلې همدارنګه د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا سره ملاتړ څرګند کړی او د دې هیواد څخه یې د ټولو بهرنیو ځواکونو ایستل غوښتي دي.

د عربي هیوادونو دې سازمان یو ویاند جمال رُشدي وویل چې د "یکشنبې ورځې پریکړه په سوریه کې د جګړې د پای ته رسیدو نښه نده بلکې د پای پیل دی.

ښاغلي رشدي زیاته کړه چې د سوریې کړکیچ یوازې کورنی نه بلکې سیمه ایز او نړیوال اړخونه لري او عرب لیګ غواړي چې د دې شخړې په حل کې برخه ولري ځکه چې دا شخړه په ډیرو عربي هیوادونو اغیزه لري.

ویاند پخپلو خبرو کې دا هم ویلي چې په عرب لیګ کې سوریې ته د څوکۍ بیرته ورکول تر ډیره حده سمبولیکه بڼه لري او یو سیاسي ګام دی. رُشدي زیاته کړه چې عرب لیګ غواړي سوریه د خپلې شخړې د حل یوه برخه وي.

د فرانسې د پاریس په پوهنتون کې د سیاسیي علومو پروفیسر خاطر ابو دیاب امریکا غږ ته وویل چې په عرب لیګ کې سوریې ته د څوکۍ بیرته ورکول په بد وخت کې کیږي ځکه چې څو ورځې وړاندې د ایران جمهور رئیس ابراهیم رئیسې دې هیواد ته په رسمي سفر ورغلی و او د سوریې سره یې د نفتو، فاسفیټو، ټرانسپورټ، برښنا، کرنې او نورو مهمو اقتصادي موضوعاتو کې اوږدمهال قراردادونه وکړل.

ښاغلي دیاب دا هم وویل چې دا کار د سوریې د رژیم بشپړه کامیابي څرګندوي.

د پوهنتون دا پروفیسر وایي چې سوریه په اوس وخت کې د نفوذ لرلو له مخې په دریو یا څلورو برخو ویشل شوې چې غټه برخه یې بشارالاسد د رژیم په لاس کې ده او هلته روسیه او ایران نفوذ لري.

شمال لویدیځه برخه یې بیا د جهادي ډلو او هغو ملیشو په لاس کې ده چې ترکیه یې ملاتړ کوي او نفوذ هم پکې د ترکیې دی او دریمه برخه یې په شمال ختیځ کې بیا د کردي ملیشو په لاس کې ده امریکا یې تر شا ولاړه ده او بله دا چې د سوریې د هوایي حریم کنټرول د اسرائیل سره دی.

د سوریې ولسمشر بشارالاسد په ۲۰۱۱ کال کې په دغه هېواد کې د جګړې له پیل را وروسته په دپلوماتیک لحاظ منزوی شوی دی، خو په دې وروستیو دوو میاشتو کې یې متحدو عربو اماراتو او عمان ته سفرونه وکړل.

سعودي عربستان تېره میاشت اعلان وکړ چې له دمشق سره یې خبرې پیل کړې چې کونسلې چارې له سره پیل کړي. سوریه د دموکراسۍ پلوو مظاهره چیانو د وحشي ځپنې له کبله، چې په دغه هېواد کې د جګړې لامل شوه، له «عرب لیګ» خخه واېستل شوه.

ټاکل شوې چې د عرب لیګ راتلونکې غونډه د مۍ په میاشت کې په ریاض کې وشي او د ۲۰۱۱ کال راپدیخوا به ښایي د لومړي ځل لپاره سوریه هم پکې ګډون وکړي.