ارګ وايي د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال یې د دغه وزارت سرپرست ټاکلی دی.
ولسمشر غني ښاغلی زمان د صلاح الدین رباني له استعفا وروسته پر دغې دندې وګماره.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ( د چهارشنبې په ورځ (اکتوبر۳۰) په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې ولسمشر غني د بهرنیو چارو وزارت د وزیر تر ټاکل کېدو پورې ښاغلی زمان د دغه وزارت سرپرست ټاکلی دی.
رئیس جمهوری اسلامی افغانستان، محترم ادریس زمان، معین سیاسی وزارت امور خارجه را الی تعیین وزیر جدید به حیث سرپرست آن وزارت تعیین کرده است. @IdreesZaman @Granhewad
— Sediq Sediqqi (@SediqSediqqi) October 30, 2019
صلاح الدین رباني څه موده مخکې له خپلې دندې استعفا وکړه او علت یې دا ښودلی چې ګنې ارګ دولتي ارګانونه تخریبوي او کمزوری کوي.
خو ارګ دا تورونه رد کړل. د ښاغلي رباني له استعفا وروسته د ولسمشر غني مشاور شاه حسین مرتضوي په خپل فیسبوک کې لیکلي وو چې ښاغلي رباني د خپل ګوند، جمعیت، ګټې پر ملي ګټو غوره بللې.
صلاح الدین رباني له تېرو شاوخوا پنځو کلونو راهېسې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست و. د هغه اړیکې له ولسمشر غني سره هاغسې چې په کار و، ښې نه وې.
د افغناستان د فساد ضد د ارزیابۍ او نظارت کمېټې د بهرنیو چارو وزارت په اداري فساد تورن کړی و او د اداري اصلاحاتو کمیسیون هم ویلي وو چې دغه وزارت ورسره همکاري نکوي.
خو ښاغلي رباني دا تورونه سیاسي بللي وو او رد کړي یې وو. صلاح الدین رباني د جمعیت اسلامي ګوند مشر دی. اجرایي رئیس عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ په ټاکنو کې هم د همدغه ګوند کاندید و.