ارګ: د کاندیدانو د «سرپرست حکومت» طرحه د قانون خلاف ده

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د «سرپرست حکومت» رامنځته کېدو په اړه د یو شمېر کاندیدانو غوښتنه د افغانستان د اساسي قانون او نظام خلاف ده.

ارګ پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې نن سې شنبه د «غوايي پر ۲۴مه»د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د کاندیدانو ۱۱ کسیزې شورا یو ځل بیا د جوزا میاشتې تر لومړۍ نېټې وروسته د «سرپرست حکومت» رامنځته کېدو غوښتنه وکړه.

یادې شورا وړمه ورځ هم د افغان حکومت مشرانو ته په دې اړه یوه طرحه وړاندې کړې وه او د «سرپرست حکومت» رامنځته کېدو په اړه یې دوه وړاندیزونه ورته کړي وه.

د ولسمشریزو ټاکنو ۱۱ کاندیدانو د "سرپرست حکومت" جوړېدو وړاندیز کړی

خو د ولسمشر غني ویاند هارون چخانسوري د یادو کاندیدانو غوښتنې ته په غبرګون کې ویلي، چې د قانون د تفسیر یوازینۍ مرجع د افغانستان ستره محکمه ده او احزاب او اشخاص په خپله خوښه د قانون تفسیر نشي کولای.

چخانسوري په دې اړه پرخپل ټوېټر لیکلي:

د افغانستان د اساسي قانون له‌مخې "د ولسمشر دنده تر ټاکنو وروسته د پنځم کال د غبرګولې میاشتې پر لومړۍ نېټه پای ته رسېږي، د ولسمشر د دندې تر پای ته رسېدو مخکې د نوي جمهور رئیس ټاکلو لپاره ټاکنې له ۳۰ څخه تر ۶۰ ورځو مودې پوري کېږي."

په داسې حال کې ټاکل شوې وه د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د ۱۳۹۸ کال د وري میاشتې پر ۳۱مه تر سره شوي وای، د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون تېره میاشت اعلان وکړ چې دغه ټاکنې به پنځه میاشتې وروسته د مېزان پر ۶مه نېټه تر سره شي.

دا بیانونه پر داسې مهال رامنځته کېږي چې د افغانستان سترې محکمې د روانې غوايي میاشتې له لومړۍ نېټې د ولسمشر اشرف غني د کار موده تر ولسمشریزو ټاکنو پورې غځولې ده.

د کاندیدانو شورا

د یادو ۱۱ کاندیدانو شورا وویل، که حکومت د دوی غوښتنه ونه مني دوی به یوه پراخه سیاسي اجماع رامنځته کړي او د اعتراض په ډول به خپل غږ پورته کړي.

د یادونې وړ ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز هم وړمه شپه په ارګ کې له ولسمشر غني سره پر ټاکلي وخت د جمهوري ریاست ټاکنو د ترسره کېدو په اړه خبري وکړې.

اغلې وېلز پرون دوشنبه هم په دې اړه د افغانستان د ټاکنو کمېسیون له کمېشنرانو سره لیدنه کې له هغوی د شفافو ټاکنو تر سره کېدو غوښتنه کړې وه.

د ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله په ګډون ۱۸ تنو راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ځانونه کاندید کړي دي.