د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني د ټاکنو د شفافیت په هدف دوه فرمانونه صادر کړل


افغان ولسمشر په راتلونکو ټاکنو کې د دولتي کار کوونکو او امنیتي سرتېرو د لاس وهنې د مخنیوي او په ټاکنو کې د شفافیت رامنځته کېدو په هدف دوه فرمانونه صادر کړل.

په دغه فرمانونو کې پر بې طرفۍ، پر رای ورکونکو له خپل نفوذ څخه د مخنیوي، د یو ځانګړي کاندید په ګټه د دولتي‌ امکاماتو نه کارلو، د ټاکنیزو کمېسیونو په استخدام چارو کې د مداخلې نه کولو، له وظیفوي موقف څخه د استفادې د مخنیوي او د ټاکنو کمېسیون د کار کوونکو په ملاتړ او مخنیوي«امر و نهی» ټینګار شوی دی.

د چهارشنبې په ورځ د «سلواغې پر ۲۴مه» د افغان لسمشر محمد اشرف غني لخوا په صادر شوو فرمانونو کې همدارنګه ویل شوي‌ چې دولتي کار کوونکي نشي کولای د رایو ورکوونکو د نوم لیکنې، د رایو ورکولو او رایو شمېرلو مرکزونو ته له وسلو او خپلو ساتونکو سره داخل شي او هم رسمي مراسمو ته د ولسمشریزو ټاکنو کاندیدان نشي دعوتولی.

ولسمشر غني په دغه فرمان کې دولتي کار کوونکو ته امر کړی چې د ټاکنو په جریان کې د دندې پرمهال او یا هم د ټاکنو کمېسیون لخوا د تر لاسه شوو معلوماتو محرمیت وساتي.

په دغه قانون کې په ټاکنو کې د امنیتي سرتېرو پر بې طرفۍ ټینګار شوی
په دغه قانون کې په ټاکنو کې د امنیتي سرتېرو پر بې طرفۍ ټینګار شوی

په ټاکنو کې د شفافیت په هدف د ولسمشر غني په دوهم فرمان کې امنیتي ارګانونو ته امر شوی چې د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره د رایو ورکولو د مرکزونو او د ټاکنیزو کمېسیونونو د کار کوونکو د امنیت لپاره لازم تدابیر ونیسي.

په دغه فرمان کې په ټاکنو کې د امنیتي سرتېرو پر بې طرفۍ، د رایو ورکونکو، د ټاکنیز بهیر د څارونکو، او د ټاکنو کار کوونکو په وړاندې د هر ډول قومي، سمتي، ژبي، جنسیتي او مذهبي تعصب پر مخنیوي ټینګار شوی دی.

امنیتي سرتېرو ته امر شوی چې د اړوند مسؤلینو له اجازې پرته ټاکنیزو مرکزونو ته د داخلېدو اجازه نه لري.

پر همدې مهال پر ټاکنو د څار یو شمېر بنسټونه په ټاکنو کې د شفافیت په هدف د صادر شوو فرمانونو پر عملي کولو ټینګار کوي.

د ټاکنو د څار بنسټ یا«فیفا» اجرائیوي رئیس یوسف رشید امریکا غږ ته وویل چې د یادو فرمانونو د عملي کولو لپاره باید یو میکانیزم رامنځته شي.

یوسف رشید
یوسف رشید

​نوموړي زیاته کړه:"دغه فرمانونه باید تطبق او تعقیب شي،هغه مسائل چې څوک له دغه حد او حدودو وزي هغه تر پرښتنو لاندې ونیول شي او پدې معنا نه چې دغه احکام یوازې د کاغذ پر مخ پاتې شي."

رشید زیاته کړه چې تر دې مخکې هم د ټاکنو د شفافیت په هدف فرمانونه صادر شوي خو وايي، وروسته لیدل شوي چې دولتي امکانات د یو مشخص کاندید په ګټه کارول شوي دي.

افغان ولسمشر پر داسې مهال په ټاکنو کې د شفافیت په هدف دغه دوه فرمانونه صادروي چې تېره ورځ د ټاکنو په قانون کې تر تعدیدلاتو وروسته د د ټاکنیزو کمېسیونونه د رئیسانو په ګډون ټول کمېشران له دندو لیرې شول.

دا چې د افغان حکومت لخوا د ټاکنیزو کمېسیونونو د کمېشنرانو لیرې کېدل به پر ټاکنیز بهیر منفي تاثیر وکړي که یا د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وویل چې د هغوی لیري کول به پر ټاکنیز بهیر کوم تاثیر ونه کړي او د کمېسیونونو چارې په نورمال ډول مخته روانې دي.

ټاکل شوې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ میاشتې پر ۲۹مه نېټه تر سره شي.

دغو ټاکنو ته د اشرف غني‌ او عبدالله عبدالله په ګډون ۱۶ تنو ځانونه کاندید کړي دي.

XS
SM
MD
LG