د وسله والو په برید کې څلور پاکستاني سرتېري وژل شوي

تراوسه کومې ډلې ددغو بریدونو مسولیت نه دی اخیستی

پاکستاني چارواکي وايی په شمالي وزیرستان کې د پوځ پر کاروان باندې د وسله والو په دوو جلا بریدونو کې څلور سرتېري وژل شوي دي او ۱۰ نور ژوبل شوي دي.

د پاکستان پوځ وایي بریدونه د دوشنبې په ورځ شوي دی. یو چاروکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي اسوشیتډ پرس ته وویل چې بریدګر د ډیورېنډ بلې غاړې، افغانستان، ته تښتېدلي دي.

تر دې دمه کومې ډلې د دغو بریدونو مسولیت نه دی اخیستی. تر دغو بریدونو څو ورځې مخکې هم د پاکستان پوځ ویلي وو چې یو شمېر وسله والو یې د سرتېرو پر چاوڼۍ برید کړی او څلور تنه یې وژلي دي.

د ډیورېنډ کرښه شاوخوا ۲۵۰۰ کیلو مېتره اوږده ده چې د پاکستان پوځ پرې اغزن تارونو لګول پیل کړي او وايي چې د دغه کار هدف يې د ترهګرو د تګ راتګ مخنیوی دی.

خو افغان حکومت وايي چې پاکستان په خپلې خاورې کې ترهګري ساتي او پالي او باید له ترهګرو ډلو سره په خپل اصلي ځای کې مبارزه وشي.