د لاس رسي وړ اتصالات

د ډیورېنډ په کرښه جګړې کې درې پاکستاني سرتیري وژل شوي


پاکستان وايي بریدګر له افغانستان څخه ور اوړېدلي وو
پاکستان وايي بریدګر له افغانستان څخه ور اوړېدلي وو

د پاکستان پوځ وايي د ترهګرو یوه ډله د افغانستان لخوا ور اوړېدلي، پر پاکستاني پولیسو یې برید کړی او لږ تر لږه درې سرتېري یې وژلي دي.

دا جګړه د چهارشنبې په ورځ (مۍ۱) په شمالي وزیرستان کې شوې ده. د پاکستان د پوځ په اعلامیې کې دا هم ویل شوي دي چې په دغې جګړې کې د هغه هېواد ۷ نور سرتېري ژوبل شوي دي.

اعلامیه وايي په جګړې کې بریدګرو ته ډېر تلفات اوښتي دي، خو شمېر یې نه دی ښودلی. هېڅ یوې ډلې تر دې دمه د دغه برید مسولیت نه دی اخیستی.

ادعا شوې ده چې جګړه هغه وخت پیل شوه چې د وسله والو یوه ډله د ډیورېنډ له بلې غاړې اخوا ته واوړېده. د ډیورېند کرښه شاوخوا ۲۵۰۰ کیلومتره اوږده ده چې کله ناکله په کې داسې پېښې کیږي.

د پاکستان پوځ په دې وروستیو کې پر دغې کرښې د اغزن تار غځول پیل کړي او همدغه راز امنیتي پوستې یې هم جوړې کړي دي. وايي دا کار پاکستان ته د ترهګرو د اوړېدو د مخنیوي لپاره کوي.

خو افغان حکومت وايي چې د ترهګرو اصلي ځایونه او مرکزونه په پاکستان کې دننه دي.

XS
SM
MD
LG