اریانا افغان داخلي‌ پروازونه پیل کړل 

د اریانا افغان هوايي‌ شرکت الوتکه

د اریانا افغان هوایي شرکت اعلان کړی چې نن شنبه سپتمبر څلورمه (وږي۱۳)یې په افغانستان کې داخلي پروازونه پیل کړل.

د طالبانو له لوري د کابل تر نیول کېدو وروسته په افغانستان کې ملکي داخلي او خارجي پروازونه بند شوي‌ وو.

اریان افغان په خپل رسمي فیسبوک کې لیکلي دي چې «ویاړي» خپل داخلي پروازونه له سره پيلوي.

د دغه شرکت د اعلامیې په اساس د اوس لپاره له کابل څخه هرات، کندهار او مزار شریف ته تګ او راتګ پيل شوی دی.

د کابل هوايي ډګر او له دغه ډګر څخه د اګست په ۱۵ نېټه کابل ته د طالبانو له ننوتلو وروسته ملکي پروازونه بند شول. امریکا زرګونه عسکر واستول او په دغه میدان کې یې مېشت کړل چې بهرني ‌اتباع او له خطر سره مخامخ افغان راوباسي.

امریکايي چارواکي وايي په تېرې څه باندې یوې میاشتې کې یې له افغانستان څخه شاوخوا ۱۲۴۰۰۰ کسان اېستلي دي چې په ۶۰۰۰ یې امریکایي اتباع وو.

په دوی کې یې اکثریت د بهرنیو ځواکونو او نړیوالو سازمانونو ترجمانان، همکاران،‌ د بشري حقونو مدافعان،‌ خبریالان، حکومتي مامورین او نور هغه خلک چې فکر کوي‌د طالبانو په نظام کې یې ژوند له خطر سره مخامخ دی، شامل دي.

د کابل له هوايي میدان څخه د امریکایي‌ ځواکونو تر وتلو وروسته، د میدان ځینې برخې زیانمنې شوې وې. طالبان وايي‌ چې د قطر او ترکیې تخنیکي ټیمونه کابل ته رسېدلي چې د میدان په بیا فعالولو کې مرسته وکړي.

ترکیه وايي چې طالبانو ورته ویلي د کابل د هوايي ډګر امنیت هغوی ته وسپاري او نور فعالیتونه دې یې ترکیه مخې ته یوسي،‌ خو د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان وویل چې داسې نشي کولای.