غني د شینوارو ولسوالۍ د داعش له ګواښ څخه پاکې اعلان کړې

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن د یکشنبې په ورځ (فبرورۍ ١٠) په یو نا اعلان شوي سفر د ننګرهار ولایت غني خېلو ولسوالۍ ته سفر وکړ.

ښاغلي غني په نننۍ غونډه کې د شینوارو ولسوالۍ د داعش ډلې له ګواښ څخه پاکې اعلان کړې او په دې برخه کې د شینوارو ولسوالیو اوسېدونکو قرباني وستایلې.

نوموړي د داعش ډلې د ماتېدو په اړه وویل:" د شینوارو ولسوالۍ څخه د افغانستان ټولو خلکو ته مبارکي وایم چې په دې سیمو کې توره شپه چې د رڼا اټکل یې نه کېدو، رڼا شوه."

ولسمشر محمد اشرف غني د شینوارو شپږو ولسوالیو قومي مشرانو ته وویل چې په جګړو کې به یې زیانمن شوي کورونه بېرته جوړ کړي او د ولسي خلکو قربانۍ یې وستایلې او ویې ویل ملي امنیت به د ځايي پاڅونوالو د قوي کېدو لپاره کار وکړي.

د طالبانو سره خبرې

افغان ولسمشر وايي، چمتو دی چې په کابل، کندهار او یا هم ننګرهار کې وسله والو طالبانو ته دفتر پرانیزي.

ولسمشر محمد اشرف غني نن د یکشنبې په ورځ د «سلواغې پر ۲۱مه» د ننګرهار ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې د قومي مشرانو په غونډه کې همدارنګه ویلي چې افغان حکومت چمتو دی چې د دغه دفتر امنیت هم ونیسي.

د ننګرهار ولایت مقام د رسنیو دفتر د معلوماتو په اساس ولسمشر غني غونډې ته د بین الافغاني مذاکراتو په اړه وویل:"چمتو یو چې په کابل، لوی کندهار او لوی ننګرهار کې طالبانو ته دفتر ورکړو."

نوموړی وايي:" ځینې ګاونډي هېوادونه وايي چې اشرف غني دې څوکۍ پرېږدي وي نو بیا سوله کېدای شي، نو دوی ولې له ما ډارېږي.؟"

هغه د مسکو غونډې سره د مخالفت په ترڅ کې وویل:"موږ سوله په مکه معظمه کې غواړو، هغه خوږه ده او که مسکو کې.؟"

له محمد اشرف غني سره په دې سفر کې د مشرانو جرګې، ملي امنيت او سيمه ايزو ارګانونو خپلواکې ادارې ريسان، د ملي امنيت سلاکار، ملي دفاع وزير او یو شمېر نور چارواکي ملګري دي.

پر همدې مهال د ننګرهار د ولایتي شورا غړي وايي، که څه هم په دغه ولایت کې د اعش په وړاندې د افغان ځواکونو عملیاتو نتیجه ورکړې، خو زیاتوي چې لا هم د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې د داعش وسله وال حضور لري.

د ننګرهار د ولایتي شورا مرستیال عبیدالله شینواري امریکا غږ ته وویل:"د شینوارو اوسېدونکو د داعش په وړاندې ډېرې قربانۍ ورکړې، داعش یې وځپۍ،... په شینوارو کې داعش ډلې اتیا سلنه ماته خوړلې، خو شل سلنه لاهم په غرونو کې پاتې دي".

داعش ډله له تېرو څو کلونو د افغانستان په خیتځ کې له پاکستان سره پر پوله فعالیت کوي.