د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني ننګرهار کې د ۱۰۰۰-بستریز روغتون تهداب کېښود


ولسمشر غني د یکشنبې په سهار د دغه لوی کمپلیکس د بنسټ ډبره کېښوده
ولسمشر غني د یکشنبې په سهار د دغه لوی کمپلیکس د بنسټ ډبره کېښوده

ولسمشر محمد اشرف غني ننګرهار ولایت د خپل سفر پر مهال د ختیځو ولایتونو لپاره د یو ستر روغتونو د رغولو چارې پیل کړې.

دغه ۱۰۰۰-بستریز روغتون د ارګ د اعلامیې په اساس په ننګرهار کې په ۲۶۰ مساحت ځمکې کې جوړیږي.

په دغه کمپلکس کې یوه ۶۰۰-بستریزه، د نسايي ولادي لپاره ۲۰۰-بستریزه، د معلولینو لپاره ۱۵۰-بستریزه او د توبرکلوز رنځورانو لپاره ۴۰-بستریزه څانګې شامل دي.

ښاغلی غني د یکشنبې په سهار (جولاۍ۱) جلال اباد ته ورسېده.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي،جمهور رئیس غني د ننګرهار له ولایتي چارواکو او مسولینو سره کتلي او د جلال اباد ښار کې یې د ختیځ زون د زربستریز روغتیایي کمپلکس د بنسټ د جوړیدو ډبره ایښې ده .

د افغانستان جمهوري ریاست د فیسبوک پر پاڼه لیکلي، چې جمهور رئیس غني، به د دغه سفر په ترڅ کې د ننګرهار د ولایت له ملکي او نظامي چارواکو او قومي مشرانو، مخورو، د پوهنتون او ښوونځیو له استادانو، ولسوالانو، د ولایتي شورا له استازو، ځوانانو او د مدني ټولنې د استازو سره لیده کاته وکړي.

همداشان ټاکل شوې، چې جمهور رئیس غني به د دغه سفر په ترڅ کې د ښځو له استازو، د وروستیو تروریستي بریدونو د قربانیانو د کورنیو د غړو، سوداګرو او صنعتکارانو د ټولنې استازو سره هم جلا جلا کتنې وکړي.

جمهور رئیس غني د وسله والو طالبانو سره د اتلس ورځیني اوربند د پای د اعلان یوه ورځ وروسته ننګر هار ته تللی دی.

د اختر په ورځو شپو کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د اور بند پر مهال په ننګرهار کې په دوه تروریستي بریدونو کې تر ۴۶ پورې کسان وژل شوي وو او شاوخوا ۱۳۰ نور ټپیان شوي وو.

خوږیاڼو کې د ښوونځي له دریو ملازمینو سرونه پرې شوي

د بلې خوا د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، چې نا پیژاندو وسله والو د دغه ولایت د خوږیاڼو په ولسوالۍ کې د یو ښوونځي د د دریو ملازمانو څخه سرونه پرې کړي دي.

د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند محمد اصف شینواري امریکا غږ ته وویل، چې تېره شپه ناپیژاندو وسله والو د خوږیاڼو ولسوالۍ د ملکیار هلکانو لېسې درې ملازمین وژلي او سرونه یې ترې غوڅ کړي دي.

نوموړی وايي چې وسله والو د لېسې اداره ، د کتابتون ټول کتابونه او اسناد سوځولي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي وویل چې تر اوسه معلومه نه ده چې دغه کار چا کړی خووايي پلټې پیل شوي دي.

تر اوسه کومې وسله والې ‌‌‌‌‌‌ډلې هم په دغه تړاو څه نه دي ویلي، خو د خوږیاڼو ولسوالۍ په ‌‌‌‌‌‌‌ډېرو سیمو کې طالبان او ځینو سیمو کې د د اسلامي دولت یا داعش وسله وال فعال دي.

XS
SM
MD
LG