کابل کې د عاشورا ورځ د سختو امنیتي تدابیرو لاندې ونمانځل شوه

عکس (ارشیف)

د کابل په ښار کې د محرم الحرم د میاشتې لسمه د عاشورا ورځ نن جمعه جولای ۲۸ (زمري شپږم) د ګرځنده تیلیفونو د فعالیت د ځندولو په ګډون د یو لړ سختو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې و نمانځل شوه.

د طالبانو د حکومت امنیتي ځواکونو د کابل په لویدیځ کې چې زیات شمیر اوسیدونکي یې شیعه مذهبه دي د عاشورا د ورځې لپاره د نورو ورځو په پرتله زیات امنیتي تدابیر نیولي و او ددغې سیمې ځینې لارې او کوڅې یې د موټړو د تګ راتګ پرمخ تړلې وې.

همداشان د طالبانو د حکومت د مخابراتو وزارت د ګرځنده تیلیفوني شبکو فعالیتونه هم د جمعې د ورځې په اوږدو کې ځنډولي و، چې خلک یې د اړیکو د نیولو په برخه کې د ډیرو ستونزو سره مخ کړي و.

د رپوټونو له مخې د طالبانو د امنیتي ساتوونکو له خوا د جوماتونو او تکیه خانو څخه بهر د عاشورا د مراسمو د نمانځلو سره د مخالفت سره سره یو زیات شمیر ماتم کوونکي، چې یو شمیر ښځې هم په کې شاملې وې واټونو ته راوتلي و.

همداشان د طالبانو امنیتي ساتوونکو د کابل ښار په لویدیځه خوا کې د ماتم کوونکو د ګڼې ګوڼې د خورولو لپاره هوايي ډزې هم کړي دي. تراوسه په دغو ډزو کې چاته د سر د زیان د پیښیدو راپور نه دی ورکړل شوی.

د طالبانو حکومت سږکال په کابل کې د جوماتونو او تکیه خانو بهر د ماتم د غونډو د جوړولو په ګډون د محرم د ماتم کوونکو په مراسمو باندې یو لړ محدودیتونه لګولي وو.

د محرم د ورځو د پیل راهیسې د طالبانو امنیتي ساتوونکو د ماتم کوونکو غوښتي و، چې د محرم اړوند مراسم دې یوازې د جوماتو او تکیه خانو دننه ترسره کړي.

د چهارشنبې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شوو ویډیوګانو کې لیدل کیدل، چې د طالبانو امنیتي ساتوونکو د جوماتونو او تکیه خانو څخه بهر د ماتم د مراسمو مخه نیولې او د ماتم کوونکو د خورولو لپاره یې د زور څخه کار اخیستی و.

که څه هم د طالبانو حکومت دا اقدامات د محرم د ماتم کوونکو د ژوند د خوندیتوب لپاره ګڼلي خو د طالبانو دا اقدامات د ځینو شیعه مذهبو مشرانو د تندو انتقادونو سره مخ شوي و.

د چهارشنبې په ورځ د محسن حجت په نوم یو شیعه مذهبي مشر د ماتم مراسمو یوې غونډې ته په وینا کې وویل، چې تر هغه وخته دې شیعه ماتم کوونکي د طالبانو تبعیت وکړي، چې د دوی د مذهب سره په تکر کې نه وي.

ښاغلي حجت وویل: "لکه څنګه چې مونږ د نورو د فرهنګ، د نورو د مذهبي فرهنک درناوی کوو، له نورو هم غواړو چې زمونږ د مذهب درناوی دی وکړي".

ددې دمخه یو شمیر شیعه دیني عالمانو د جولای ۲۲ ( چنګاښ ۳۱) په کابل کې په یوه لویه غونډه کې د طالبانو له حکومت وغوښتل، چې په کابل کې د شیعه ګانو په جوماتونو او تکیه خانو باندې د محرم په مراسمو لګیدلي محدودیتونه دې لغوه کړي او په ټولو جوماتونو او تکیه خانو کې دې د عاشورا د ورځې مراسمو ته اجازه ورکړي.

همداشان دغو دیني عالمانو وویل، چې ددغو مراسمو د یوې برخې په توګه دې د کابل په ښار کې د ماتم په ورځو کې د بیرغونو د ځړولو مخه هم ونه نیسی.

د پخواني رژیم د مهاجرینو او ستنیدونکو د چارو پخوانی وزیر او شیعه دیني عالم سید حسین عالمي بلخي، کابل کې یو خبري کنفرانس ته وویل: "ټول شیعه دیني عالمان د اسلامي امارت [ طالبانو حکومت] څخه غواړي، چې د ماتم په مراسمو محدودیتونه دې لیرې کړي او همدارنګه د ماتم د بیرغونو نصبولو ته، چې د امام حسین علیه السلام په نوم ځړول کیږي په هیڅ ځای کې مخنیوی ونکړي".

د طالبانو د حکومت د کابل ولایت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي و، چې د امنیتي اندیښنو له امله یې په هغو تکیه خانو کې د محرم د لمانځلو غونډې د شیعه د دیني عالمانو په مشوره بندې کړي، چې د امنیتي ګواښ سره مخ و.

پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ دمخه کلنو کې کابل کې د محرم د لمانځلو لپاره ددغه ښار په اکثرو برخو کې د ماتم دروازې لګول کیدلې او د ښارپه ټولو برخو کې ددغې ورځې بیرغونه ځړول کیدل. خو سږکال دا مراسم تر ډیره د شیعه ګانو میشتو سیمو ته محدود شوي دي.

د داعش د ډلې یو پخواني چارواکي، چې اوس د طالبانو د حکومت سره یوځای شوی، د محرم د پیل دمخه د خپل ټویټر په پاڼه طالبانو امنیتي ساتوونکو ته خبرداری ورکړی و، چې داعش ډله غواړي د محرم په ورځو کې د شیعه ګانو د ماتم په غونډو بریدونه وکړي. تراوسه د محرم په ورځو کې په کابل او ځینو نورو ښارونو کې، چې د محرم مراسم ترسره کیږي د کومې امنیتي پیښې خبر نه دی ورکړل شوی.

تیرو کلنو کې د محرم په مراسمو باندې بریدونه هم شوي و، چې مسولیت یې داعش په غاړه اخسیتی و.