د افغان ستورپوهنې ټولنه د ماشومانو د ادبیاتو بډاینې او د طبیعي علومو د ترویج لپاره د داستان لیکلو سیالي جوړوي.
د دغې ټولنې غړي وايي دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې لیکوالان، ماشومانو لپاره پر ساینسي مضمونونو داستان لیکلو ته سره سیالي کوي.
د افغان ستور پوهنې ټولنې یو غړی ساینس پوه فهیم سپین غر په دې اړه نن جمعه جنوري ۱۵ (مرغومی۲۶) امریکا غږ ته وویل: "له دې سیالۍ لویه موخه دا ده چې افغانستان د ساینس په برخې کې د مصرفي حالت نه تولیدي حالت خوا حرکت وکړي. د دې سیالۍ یوه بله ګټه به دا وي چې د ټولنې پام ساینسي مضوعاتو ته واړول شي."
د افغان ستورپوهنې ټولنې د معلوماتو پر بنسټ دغه سیالۍ راتلونکې فبرورۍ میاشت کې ترسره کیږي.
- د داستان لیکلو ځانګړنې
- ماشومانو ته د داستان لیکلو سیالۍ کې تنکي ځوانان، ځوانان او پاخه لیکلوالان ګډون کولی شي.
- داستان باید پر طبیعي علومو لیکل شوی وي او د افغاني فرهنګ ځانګړېنې پکې ونغاړل شي.
- داستان باید علمي ډیالوګونه ولري او ماشومان طبیعي علومو په ځانګړې توګه ستورپوهنې برخې ته وهڅوي.
د افغان ستورپوهنې ټولنه له راټول شویو داستانونو نه پینځه غوره ټاکي او په پای کې ورنه د ۵ دقیقیو پورې انیمیشنونه جوړوي.
د یادو پینځو داستانونو نه یو تر ټولو غوړه د ټاکنو پلاوي له خوا ټاکل کیږي او لیکوال به یې لس زره نقدي جایزه ترلاسه کړي.
د افغانستان په شان یو جنګ ځپلي هېواد ته چې د نظام تر ټولو لوی لومړیتوب یې د سولې راوستل دي دا ښايي د ساینس د ترویج لپاره یو ښه زیری اوسي.
دغه هېواد کې د لیک او لوست فرهنګ په وروستیو کلونو کې د دوه لسیزو پخوا په پرتله د پام وړ توپیر کړی.
په دې برخې کې بیا ماشومانو لپاره لیکنې محدوې دي خو دا چې د طبیعي علومو په اړه داستان لیکل او له هغه انیمیشنونه جوړل به دوی څومره وهڅوي دا به وخت ثابته کړي.