د سوریې چارواکو د دوشنبې په ورځ، فبروري درېیمه (سلواغې ۱۵) وویل چې ددغه هېواد په شمالي ښار منبج کې د چاودېدونکو موادو ډک موټر په چاودنه کې لږ تر لږه ۱۹ کسان وژل شوي دي.
د موټر بم چاودنه د منبج ښار په یوه څنډه کې د کرهڼې د ادارې د کارکوونکو د لیږدولو د یو موټر ترڅنګ شوې ده.
د روغتون کارکوونکي محمد احمد اسوشیتډ پرس ته وویل، په وژل شویو کې ۱۸ ښځینه کارګرانې او یو نارینه شامل دي. د سوریې د ملکي دفاع د ځایي چارواکو په وینا، ۱۵ نورې ښځې ټپیانې شوې، چې د ځینو حالت د اندېښنې وړ دی.
سمدستي هیڅ کومې ډلې د دغې چاودنې پړه پر غاړه نه ده اخيستې. د ملکي دفاع وزارت مرستیال منیر مصطفی وویل، دا په منبج کې په تېره یوه میاشت کې اوومه د موټر بم چاودنه ده.
منبج په شمال لویدیځ حلب ولایت کې دی. دا ولایت د دسمبر په میاشت کې د پخواني ولسمشر بشارالاسد د واک له نسکورېدو وروسته هم د تاوتریخوالي شاهد دی.
د "سوریې ملي اردو" په نامه د ترکیې ملاتړې ډلې د امریکا د ملاتړ لرونکې د کردانو په مشرۍ "دسوریې دیموکراتیکو ځواکونو" سره په جګړه بوختې دي. دغو ډلو د دسمبر په لومړیو کې د یو پاڅون په ترڅ کې حلب ونیو او په پایله کې یې د بشارالاسد رژیم نسکور شو.
د سیمې یو اوسیدونکي اسوشیتډ پرس ته وویل چې موټر بم د سرک پر غاړه ولاړ و. هغه وویل، په مکرر ډول د دا ډول بریدونو رامنځته کیدو ځايي اوسیدونکي ډار کړي دي.
د منبج یو فعال او خبریال جمال سعید اسوشیتډ پرس ته وویل: "د منبج خلک هڅه کوي چې د خپلو سیمو په ساتنه تمرکز وکړي او غواړي چې د ښار په مهمو سیمو کې د څارنې کامرې نصب کړي."
د ملکي دفاع وزارت مرستیال منیر مصطفی خبرداری ورکړ چې په حلب کې بریدونه، له جګړې وروسته په سوریه کې د امنیت او اقتصادي بیارغونې لپاره هڅې له ګواښ سره مخامخ کړي دي. زیاتره چاودنې د شپې له خوا شوې دي.
منیر مصطفی وویل: "د سوریې پر ملکي سیمو دوامدار بریدونه او د ملکي وګړو په نښه کول په داسې حال کې [د سوریې] د خلکو ژوند ګواښي چې دوی د بشارالاسد د رژیم د جګړې له اغیزو څخه د خلاصون هڅه کوي، د دوی بشري تراژیدي ژوره کوي، تعلیمي او کرهنیز فعالیتونه او معیشت کمزوری کوي، او د سوریې بشري وضعیت خرابوي."
د سوریې د للانباء دولتي خبري اژانس د ملکي دفاع د چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د شنبې په ورځ په منبج کې د موټر بم په یوه بله چاودنه کې څلور ملکي وګړي ووژل شول او نهه نور ټپیان شول.