د لبنان د روغتیا وزارت وايي چې د اسرائیل په بریدونو کې لږ تر لږه ۳۸ تنه وژل شوي. چارواکي وايي یوازې ۲۳ تنه د بیروت په شمال کې د اسرائیل په یو برید کې وژل شوي دي.
د فرانسې خبري اژانس د یکشنبې په ورځ نومبر ۱۰ (لړم ۲۰) راپور ورکړی اسرائیل چې د سپټمبر راهیسې د ایران له ملاتړ څخه برخمن د لبنان له حزب الله سره په جګړه کې بوخت دی، په دې وروستیو کې یې د دغه غورځنګ پر ضد خپل هوايي بریدونه زیات کړي دي.
د لبنان د روغتیا وزارت په یو بیان کې ویلي: "اسرائیلي دښمن د جبیل ولسوالۍ پر المات سیمه باندې برید کې د اوو ماشومانو په ګډون ۲۳ تنه وژلي دي."
دغه وزارت زیاته کړې ده چې په سیمه کې یې د قربانیانو د بدن برخې موندلي او تشخیصولو هڅې یې روانې دي.
د المات سیمه چې اوسېدونکي یې تر ډېره شعیه مذهبي دي د بیروت په ۳۰ کیلومتره واټن کې د عیسويانو په سیمه کې چې د حزبالله له سنګرونو څخه لرې پرته ده موقعیت لري.
یوې امنیتي سرچینې د فرانسې خبري اژانس ته وویل دا برید پر یو کور څو شیبې وروسته له هغې ترسره شو چې د حزبالله یو غړی له سیمې څخه د لیدلو لپاره هلته تللی و. د سرچینې په وینا د حزبالله غړی په برید کې ټپي شو او وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.
د فرانسې د خبري اژانس په یوې ویډیو کې لیدل کېږي چې کور په بشپړه توګه ویجاړ شوی او د سیمې خلک په تش لاس تر کنډوالو لاندې شوي جسدونه راباسي.
د جبيل د سیمې په استازیتوب د لبنان د پارلمان غړی راید بیرو چې په سیمه کې یې حضور درلود هلته د حزبالله د غړو او وسلهوالو د شتون په اړه د اسرائیل ادعا رد کړه.
هغه وویل: "مهم پوځي او امنیتي شخصیتونه معمولاً د جنګ په لومړۍ کرښه کې وي... نه په شا کې" او زیاته یې کړه چې د ویجاړ شوي کور تر کنډوالو لاندې یوازې ماشومان، سپین سرې او سپین ږیري دي.
د علي حیدر په نوم د فیسبوک یو کارونکي د دغه کور یو عکس خپور کړی چې په وینا یې د هغه د کورنۍ پورې اړه لري. هغه زیاته کړه د بعلبک له سیمې څخه بېځایه شويو خلکو هلته پناه وړې وه.
حیدري وویل: "هلته په کور کې زموږ ۳۵ خپلوان و چې له بعلبک څخه راغلي و... زیات شمېر یې په برید کې شهیدان شول."
د فرانسې خبري اژانس ویلي چې یاده سیمه د لبنان د امنیتي ځواکونو او په ملکي جامو کې د حزب الله د غړو له خوا کلابند شوې وه. د هغه په وینا د سیمې لسګونه اوسیدونکي یې ولیدل چې په موټرو کې یې خپل وسایل بار کړي و او له کلي څخه د تېښتې په حال کې و.
د لبنان د روغتیا وزارت دغه راز ویلي چې د یکشنبې په ورځ په بعلبک سیمه کې لږ تر لږه ۱۲ کسان او د دغه هېواد په جنوب کې د حزبالله اړوند درې ژغورونکي د اسرائيل په بریدونو کې وژل شوي دي.
دغه وزارت د شنبې په ورځ هم راپور ورکړ چې د لبنان په جنوب او ختیځ کې ۳۳ کسان د اسرائيل په بریدونو کې ووژل شول.
د تېر کال د اکتوبر له اومې راهیسې چې حماس پر اسرائیل برید وکړ د حزبالله او اسرائيل تر منځ کابو هره ورځ نښتو او بریدونو کې تر اوسه لږ تر لږه ۳۱۳۰ لبنانیان وژل شوي دي.
د لبنان د روغتیا وزارت ویلي د دغو کسانو لویه برخه له سپتمبر میاشت وروسته کله چې د حزبالله او اسرائيل ترمنځ جنګ زور واخیست وژل شوي دي.