د امنیت شورا اکثرو غړو د طالبانو د امر بالمعروف نوی قانون وغانده

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اکثرو غړو جمعه سپټمبر شپږمه ( وږي ۱۶) په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف تازه قانون په سختو ټکو وغانده او د بدلولو غوښتنه یې وکړله.

په ملګرو ملتونو کې د جاپان سفیر یامازاکي کازویوکي په یوې اعلامیې کې ویلي چې افغان نجونې او میرمنې هره ورځ د خپلې راتلونکې لپاره هیلې او فرصتونه د لاسه ورکوي.

ښاغلي کازویوکي زیاته کړه چې دا "نه منل کیدونکی" دی.

په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې په افغانستان کې د طالبانو لخوا په افغان میرمنو او نجونو د بندیزونو او محدودیتونو لګولو لپاره وار د مخه فرمانونه صادر شویدي او پدې تازه قانون سره "د ټولو افغانانو لپاره د بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو په برخې کې نه منل کیدونکي بندیزونه لا پراخوي".

د ایکوادور، فرانسې، ګیانا، مالټا، موزمبیق، کوریا جمهوریت، سیرالیون، سلوینیا، سویټزرلینډ، بریتاینې او متحده ایالاتو استازو د دې اعلامیې ملاتړ کړی او یوازې چین، روسیې او الجزایر چې درې واړه یې د امنیت شوار غړي دي ددې اعلامیې سره ملاتړ ندی څرګند کړی.

د امر بالمعروف د ۳۵ مادو د قانون له مخې، چې د تیرې اګست میاشتې په ۲۱ مې د طالبانوعدلیې وزارت خپور کړ ښځې باید خپل ځانونه په بشپړ ډول وپوښي او په عامه ځایونو کې خپل غږ پورته نه کړي.

دا مطلب هم ولولئ بینټ راتلونکې اونۍ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته د افغانستان په اړه راپور وړاندې کوي

په دغه قانون کې له لباس څخه نیولې تر کړو وړو او ټولنیزو تعاملاتو پورې پراخ شرایط وضع شوي. په دې کې د نارینه د لباس طرز او ږیرې د اوږدوالي مقررات هم شامل دي او همدارنګه په همجنسبازۍ، په عامه ځایونو کې د موسیقۍ په غږولو، د حیواناتو په جنګولو او د غیراسلامي رخصتیو په نمانځلو بندیزونه شامل دي.

د جاپان د سفیر په اعلامیې کې له طالبانوغوښتل شوي چې د خپل ولس غږونه دې واوري او ځل بیا یې له طالبانو غوښتي چې په "چټکۍ سره ټولې هغه پالیسۍ او کړنې بدلې کړي چې د افغان میرمنو بشري حقونه او بنسټیزې آزادۍ محدودوي".

په اعلامیې کې همدارنګه له طالبانو غوښتل شوي چې د افغان نجونو او میرمنو د تعلیم، کار، بیان آزادۍ او تګ راتګ حقونو درناوی دې وکړي او دا یې د یو سوله ایز، ثبات لرونکي او نیکمرغه افغانستان لپاره شرطونه بللي دي.

ملګرو ملتونو، د بشري حقونو ډلو او افغانانو اندیښنه څرګنده کړې چې دا قانون کولی شي د امر بالمعروف د قوانینو په پلي کولو کې د شدت لامل شي. ډیری دغه قوانین، له شریعت څخه د طالبانو د تفسیر له مخې، په افغانستان کې ددغې ډلۍ د لومړنۍ واکمنۍ پر مهال هم عملي کېدل.

وروسته تر هغه چې د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوالې ټولنې د طالبانو پدې نوي قانون اعتراضونه او نیوکې وکړلې، د طالبانو حکومت وویل چې د امر بالمعروف تازه تصویب شوی قانون به "په نرمۍ سره" پلی شي.

ملګرو ملتونو، د بشري حقونو ډلو او افغانانو اندیښنه څرګنده کړې چې دا قانون کولی شي د امر بالمعروف د قوانینو په پلي کولو کې د شدت لامل شي. ډیری دغه قوانین، له شریعت څخه د طالبانو د تفسیر له مخې، په افغانستان کې ددغې ډلۍ د لومړنۍ واکمنۍ پر مهال هم عملي کېدل.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دې قانون په هکله د ملګرو ملتونو او نورو ادارو اندیښنې رد کړیدي او له هغوي یې غوښتي چې په اسلامي احکامو ځانونه پوه کاندي.

مجاهد د ایکس په شبکې کې لیکلي و چې "که کوم غیر مسلم د دغو قوانینو په اړه اندیښنه ښیي او رد کوي یې، لومړې دې په اسلامي قوانینو ځان پوه کړي او د اسلامي ارزښتونو درناوی دې وکړي".

د طالبانو حکومت په دوامداره توګه له ښځو سره د چلند په شمول، پر خپلو تګلارو باندې نړیوالې نیوکې رد کړي دي. ملګرو ملتونو په افغانستان کې پر ښځو او نجونو باندې د طالبانو محدودیتونه "جنسیتي اپارتاید" بللی دی.

د امر بالمعروف نوی قانون د طالبانو د محتسبینو له خوا پلی کیږي. په دې قانون کې د سرغړوونکو لپاره له شفاهي خبرداریو نیولې تر زنداني کېدو پورې سزاګانې ټاکل شوي دي.