د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: د طالبانو په ګډون د ټولو خواو سره تعامل روان ساتو


د طالبانو دامربالمعروف وزارت یوه اعلامیه کې ویلي له دې وروسته به د یوناما له لوري د ناسمو تبلیغاتو له امله هېڅ ډول مرسته او همکاري ونکړي او آینده کې به د یو مقابل طرف په نظر ورته کتل کېږي.
د طالبانو دامربالمعروف وزارت یوه اعلامیه کې ویلي له دې وروسته به د یوناما له لوري د ناسمو تبلیغاتو له امله هېڅ ډول مرسته او همکاري ونکړي او آینده کې به د یو مقابل طرف په نظر ورته کتل کېږي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له خوا افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) سره د همکارۍ د پریکون د اعلان یوه ورځ وروسته د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند ویلي چې دوی به د طالبانو په ګډون د ټولو دخېلو خواو سره خپل تعامل ته دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک د جمعې د ورځې ناوخته اګست ۳۰ (وږي نهم) نیویارک کې خبریالانو ته وویل چې د طالبانو سره د تعامل تر څنګ به په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د ښه کیدو لپاره هم کار روان ساتي.

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د طالبانو د مشر له خوا د امربالمعروف د قانون د توشیح کیدو وروسته د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یوناما راپور ته په غبرګون کې په یوې اعلامیې کې د "درواغجونو تبلیغاتو د دوام" له امله له یوناما سره پریکون اعلان کړی.

د طالبانو په دغې اعلامیې کې ویل شوي چې "له دې وروسته به د یوناما له لوري د همېشنیو ناسمو تبلیغاتو له امله د یادې ادارې سره هېڅ ډول مرسته او همکاري ونه کړو او آینده به د یو مقابل طرف په نظر ونه کتل" شي.

دغه وزارت د ټولو نړیوالو ادارو، ملکونو او هغه کسانو چې پر دغه قانون یې نيوکه کړي غوښتي چې د مسلمانانو ديني او مذهبي ارزښتونو ته درناوی وکړي او د داسې نېوکو او څرګندونو څخه دې ډډه وکړي چې اسلامي ارزښتونو او مقدساتو ته پکې سپکاوی کېږي.

خو د ملګرو ملتونو د عمومي منشی ویاند په خپلو خبرو کې د طالبانودغه قانون وغنده او ویې ویل چې ملګرو ملتونو په څرګنده توګه په افغانستان کې په ټولنه کې د ښځو د حذفولو په اړه د طالبانو پر پریکړه انتقاد کړی دی.

سټیفن دوجاریک وویل: "مونږ تل د امنیت شورا په غوښتنه خپل کارونه ترسره کوو او وایو چې په بې پرې او په ښه نیت سره د ملګرو ملتونو له نورمونو څخه ملاتړ کوو او د بشري حقونو او د برابرۍ پیغامونه پرمخ وړو."

سټیفن دوجاریک د طالبانو له چارواکو وغوښتل چې د دپلوماتیک تعامل لپاره دې زیاتې لارې پرانیزي.

یوناما تیره اونۍ پر افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو په ګډون اغیزمنوونکو ډلو باندې د طالبانو د مشر له خوا د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون توشیح ته په کتنې ویلي وو چې دا قانون پر خلکو پراخه محدودیتونه لګوي او محتسبانو ته د قوانینو د پلي کیدو صلاحیتونه ورکوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما) مشرې روزا اوتنبایوا دغه قانون "د افغانستان د راتلونکي لپاره یو دردونکی لیدلوری بللی، چې اخلاقي پولیسو ته اختیارات ورکړل شوي چې هر څوک د پراخو او ځینې وخت مبهمو سرغړونو په تور وګواښي او توقیف یې کړي."

د طالبانو مشر له خوا د جولاې په ۳۱ ددغه قانون د توشیح وروسته دا قانون د عدلیې وزارت له خوا د اګست په ۲۱ ( زمري ۳۱) په رسمي جریده کې خپور شوی او په ټول افغانستان کې پرې تطبیق پیل شوی دی.

دا قانون چې څلور فصلونه او ۳۵ مادې لري په ۱۳ ماده کې د ښځو غږ چې سندرې، نعتونه او قرأت په ‌کې شامل دي په مجموع کې په لوړ غږ ویل یې هم عورت بلل شوي دي او د ښځو د مخ په ګډون د ټول بدن پټول هم په دې مادې کې ضروري ګڼل شوي دي.

د طالبانو حکومت په دوامداره توګه له ښځو سره د چلند په شمول، پر خپلو تګلارو باندې نړیوالې اندېښنې او نیوکې رد کړي دي. ملګرو ملتونو په افغانستان کې پر ښځو او نجونو باندې د طالبانو محدودیتونه "جنسیتي اپارتاید" بللی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دوشنبې په ورځ د امر بالمعروف نوی قانون "د اسلامي ارزښتونو او لارښوونو" زېږنده او د درک او درناوي وړ وباله.

مجاهد وویل: "که کوم غیر مسلم د دغو قوانینو په اړه اندیښنه ښیي او رد کوي یې، لومړې دې په اسلامي قوانینو ځان پوه کړي او د اسلامي ارزښتونو درناوی دې وکړي.

په تیرو نږدې دوو اونیو کې چې دا قانون توشیح شوی د ملګروملتونو د بشري حقونو د عالي کمیشنر ولکر ترک او د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې او د بشري حقونو ځینو نورو نړیوالو سازمانو د دغه قانون د غندنې ترڅنګ د طالبانو حکومت غوښتي چې ژرترژه دې دا قانون لغوه کړي.

د سولې او سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونود عمومي منشي مرستیالې روزمري دیکارلو ددې قانون د غندنې پر مهال ویلي چې دا قانون به د نړیوالې ټولنې له خوا د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو مسله نوره هم اوږده کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG