له ولایت وروسته عطا پوځي عملیاتو ته مخه کړې

عطا محمد نور په خپل فیسبوک کې ادعا کړې چې په تازه عملیاتو کې "۲۰۰ دښمن" وژلي او ژوبل کړي دي

عطا محمد نور په افغانستان او خاص ډول بلخ کې کوم پوځي مسوولیت نلري خو د دفاع وزارت له ملي پوځ نه د هغه د ملاتړ هرکلی کوي.

د بلخ مخکنی والي عطا محمد نور وايي څه باندې ۲۰۰ "دښمنان" یې په بلخ او جوزجان ولایتونو کې وژلي دي.

ښاغلي عطا پر خپل رسمي فیسبوک پاڼې لیکلي چې د ولید په نامه ۸ ورځنیو پوځي عملیاتو کې چې د غوايي پر ۱ ورځ پیل شول، د بلخ او جوزجان څو ولسوالۍ د دښمن له شتون پاکې شوې.

ښاغلی عطا دا مهال کومه دولتي دنده نلري او ځان د جمعیت اسلامي ګوند اجرايي مشر بولي.

په عمومي ډول افغان چاواکي نغواړي چې په پوځي عملیاتو کې د ښاغلي عطا د شتون په اړه سپیناوی ورکړي، خو د ملي دفاع د وزارت ویاند امریکا غږ ته وویل چې د ښاغلی عطا د ملاتړ هرکلی کوي.

محمد رادمنش وویل چې په بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې د پوځي عملیاتو مشري د افغان ځواکونه په غاړه ده او "ښاغلی عطا زموږ د ځواکونو معنوي ملاتړ کوي ”چې موږ یې ستایو.

خو په هغو عکسونو کې چې د ښاغلي عطا پر فیسبوکپاڼې خپاره شوي نوموړی په پوځي جامو کې او په مخابره کې د خبرو په مهال لیدل کیږي. په عکسونو کې دغه راز د ملي پوځ هیلیکوپتره او یو جنرال هم لیدل کیږي.

په ولسي جرګه کې د بلخ استازې برښنا ربیع وايي "ښاغلي عطا د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ او ننګه دغو عملیاتو کې برخه اخیستې. د هغه ګډون ډېرو چارواکو او خلکو ته زړه ورکړ، ویې وهڅوه چې د دښمن پر ضد ودریږي.”

اندېښنې

ځینو نور بیا په پوځي عملیاتو کې د ښاغلي عطا ګډون د قانون خلاف ګڼي او وايي چې هغه له دې لارې غواړي خپل سیاسي او پوځي غلیمان وځپي.

د ولسي جرګې غړې ارین یون امریکا غږ ته وویل "که نظامي علمیات کیږي، هلته امنیتي او دفاعي ځواکونه شته، جنرالان لرو، مسلکي قومندانان لرو، پوځ لرو، پولیس لرو، نو د هغه ورتګ ته ضرورت څه دی؟ خو هغه غواړي چي له دې لارې خپل سیاسي دښمنان وځپي، دا د قانون خلاف کار دی، باید حکومت ورسره حساب او کتاب وکړي.”

پخوا هم پر ښاغلي عطا د بشري حقونو په تړاو نیوکې شوې وې.‌

د بشري حقونو د څار سازمان په ۲۰۱۵ کال کې راپور ورکړ چې عطا محمد نور د ملیشو یوه شبکه لري چې عام خلک ړبړوي.‌ ښاغلی عطا دغه تورونه په کلکه رد کړي.