د کابل په پوهنتون برید پای ته ورسېد؛ ۱۹ کسان وژل شوي

د کابل پوهنتون سیمه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د کابل په پوهنتون باندې وسله وال برید د دریو بریدګرو په وژلو پای ته ورسېد.

د وزارت ویاند طارق ارین وايي چې په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۹ کسان وژل شوي‌ او ۲۲ نور ژوبل دي.

وايي په دغه برید کې درې ځانمرګي دخیل وو چې له شاوخوا شپږ ساعتونو نښتې وروسته ووژل شول.

برید نن دوشنبه نومبر۲(لړم۱۲) غرمه پوهنتون ته د بریدګرو له داخلېدو وروسته پیل شو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې یو شمېر بند کسان ژغورل شوي او په وینا یې پولیس له احتیاط څخه کار اخلي چې پاتې کسان هم وژغوري.

د افغانستان د روغتیا وزارت د ویاند مرستیال نورالله تره کي د برید په لومړیو کې امریکا غږ ته ویلي‌وو چې اته ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په ټپیانو کې اوه یې محصلین او یو استاد دی.

هغه وویل چې استاد په مرمۍ نه دی لګېدلی بلکې له دوهم منزل څخه تر غورځېدو وروسته ژوبل شوی دی.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند حمید عبیدي امریکا غږ ته وویل چې د ډزو غږونه د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي له شااوخوا څخه اورېدل شوي دي.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند همدارنګه وویل چې د ډزو تر پیلېدو وروسته ټول استادان او محصلین له پوهنتون څخه ایستل شوي او یوازې د لیلیې محصلین پاتې دي چې په وینا یې ډېر ژر به و ایستل شي.

د کابل پوهنتون یوه استاد هم امریکا غږ ته وویل چې دوی د پوهنتون له جنوبي دروازې څخه د ډزو غږونه اورېدلي دي.

هغه وویل چې د ډزو تر پیلېدو وروسته د پوهنتون امنیتي کسانو استادانو او محصلینو ته له پوهنتون څخه د وتلو امر کړی دی.

یاد استاد زیاته کړه چې د پوهنتون دروازې د امنیتي کسانو لخوا کلکې تړل شوي او چاته پوهنتون ته د داخلېدو اجازه نه ورکوي.

نوموړي زیاته کړه چې نن دکابل پوهنتون په جنوبي دروازه کې د کتابونو نندارتون هم و چې ډزې شوي دي.

وسله والو طالبانو په دغه پېښه کې خپل لاس لرل رد کړي او بلې وسله والې ډلې هم مسؤلیت نه دی منلی.