د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې وسله وال برید او ماین چاودنه کې درې تنه وژل شوي


د حمدالله ارباب پر موټر چاودنه نن سهار شوې ده
د حمدالله ارباب پر موټر چاودنه نن سهار شوې ده

د افغانستان د وتلي انځورګر او اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د غړي حمدالله ارباب پر موټر د چسپکي ماین چاودنه شوې ده.

دغه چاودنه نن یکشنبه سهار شااوخوا اته بجې د کابل ښار د اتمي امنیتي حوزې اړوند «هیوادوال بلاکو» سیمه کې شوې ده.

د کابل پولیسو هم ویلي چې دغه چاودنه په سیمه کې پر یو لنډکروزر موټر باندې شوې او پرمهال دوه تنه ټپیان شوي دي.

د افغانستان د اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون غړي حمدالله ارباب ویلي چې نوموړی له دغه چاودنې څخه روغ وتلی، خو موټر چلوونکی یې تر چاودنې وروسته په روغتون کې ساه ورکړې ده.

په کابل کې د امریکا شارزدافیر راس ویلسن پر حمدالله ارباب چاودنه غندلې او د هغه د وژل شوي موټر چلوونکي له کورنۍ سره یې خواخوږي ښودلې ده.

د حمدالله ارباب پر موټر نننۍ چاودنه په پراخه کچه غندل شوې ده.

بلخوا نن سهار ۷ بجې د کابل ښار د شپاړسمې امنیتي حوزې «تانک چکر» سیمه کې دوه تنه دولتي مامورین د ناڅرګندو کسانو په ډزو کې وژل شوي دي.

پر همدې مهال د «ملي ثبات» ټولنې په یوې اعلامیې کې ویلي چې ترور شوي کسان د دوی غړي او د دفاع وزارت کار کوونکي دي.

د یادې ټولنې په اعلامیه کې راغلي: "نن سهار د کابل احمد شاه بابا مېنه کې د ملي ثبات د سنګر دوه فعال غړي او د دفاع وزارت کارکوونکي څارنوال ویس احمد حقپال او څارنوال سید نظیف الله پاچا ناځوانه دښمن شهیدان کړل."

امریکا غږ هڅه وکړه چې په دې اړه د دفاع وزارت د ویاند نظر واخلي، خو هغوی د پرله پسې اړیکو سره سره ټلیفون ته ځواب ورنه کړ.

تر دا مهاله د دغه برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG