پر مرکزي بغلان ولسوالۍ د طالبانو برید پر شا وتمبول شو ـ دفاع وزارت

عکس (ارشیف)

د افغانستان دفاع وزارت وايي، پر مرکزي بغلان ولسوالۍ یې د وسله والو طالبانو پراخ برید پر شا تمبولی دی.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان د مۍ ۱۸( غوايي ۲۸) امریکا غږ ته وویل چې طالبانو نن سې شنبه سهار له څلورو اړخونو پر مرکزي بغلان ولسوالۍ برید وکړ چې د افغان ځواکونو له مقاومت سره مخ شول.

نوموړي زیاته کړه چې د یادي جګړې پر مهال د یو طالب قوماندان په ګډون ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي.

له تیرو څو ورځو وسله والو طالبانو په بغلان ولایت کې جګړو ته زور ورکړی چې ویل کیږي له ځینو سیمو ګڼې کورنۍ هم بېځایه شوي دي.

شا او خوا دوه اونۍ وړاندې سیمه ییز چارواکو د طالبانو لخوا د بغلان زاړه ښار د نیول کېدو خبر ورکړ چې وروسته یې افغان ځواکونو پر ضد عملیات پيل کړل.

تر هغه مخکې بیا د دې ولایت د بُرکه ولسوالي هم د طالبانو لاسته لوېدلې وه.

په افغانستان کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د درې ورځیني اوربند تر پای ته رسېدو وروسته له ګڼو ولایتونو د نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.

دفاع وزارت په همدرانګه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د بغلان ترڅنګ په ننګرهار، زابل، هرات، بادغیس، فاریاب، بلخ او هلمند ولایتونو کې د ۱۴۳ وسله والو طالبانو د وژل کېدو او ۶۶ نورو د ټپي کېدو خبر هم ورکړی دی.

خو وسله والو طالبانو بیا تر دا مهاله د دغه تازه نښتو او د افغان امنیتي ځواکونو لخوا هغوی ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.