بغلان د طالبانو تر ولکې لاندې سیمه یو ماشوم ګوزڼ شوی

د بغلان په ډنډغوري کې یو څلور کلن ماشوم په ګوزڼ اخته شوی دی. د بغلان د کتلوي معافیت مسئولین وايي چې دغه ماشوم ته په تیرو څلورو کالو کې څلور ځله د پولیو د واکسین څاڅکي ورکړل شوي دي.

دا ماشوم د پلخمري ښار ته نزدې د ډنډغوري سیمه کې د دولت د مخالفو وسله والو تر تسلط لاندې سیمه کې ژوند کوي.

د کتلوي معافیت مرستیال ګلا خان ایوب وايي له تیر کال راهیسې وسله وال طالبان د بغلان په هغو سیمو کې چې دوي په کې حاکمیت لري، د کور په کور د پولیو د څاڅکو کمپاین ته اجازه نه ورکوي.

هغه زیاته کړه، چې له تیر یو کال راهیسې دوي یوازې په کلینکونو کې ماشومانو ته د پولیو د مخنیوي څاڅکي ورکوي: "په دې وروستیو کې مخالفینو یوازې د روغتیايي کلینکونو په کچه د ماشومانو د واکسین کولو اجازه راکړې، په کلینکونو کې ایله ۱۵ نه تر ۲۰ فیصده پورې ماشومان واکسین کیږي، د دې لپاره چې د پولیو د ویروس مخه ونیول شي نو باید ۹۰ فیصده ماشومان اقلاً واکسین شي."

ښاغلی ایوب وایي دغه ماشوم په خپل څلور کلن ژوند کې څلور ځل د پولیو څاڅکي اخیستي دي، خو د ډنډ غوري خلک پاکستان او د کندوز هغو ولسوالیو ته سفرونه کوي چې هلته د پولیو کمپاینونه په سمه توګه نه تطبیقیږي، نو ډیر امکان شته چې له نورو سیمو څخه دغه ویروس بغلان ته رسیدلی وي.

هغه وویل: "دا څلور کلن ماشوم دی، په ورځیني کمپاینونو کې یې هیڅ واکسین نه دي کړي، او په هر کال باید لږ ترلږه پنځه ځل واکسین شوی وای، خو ده په څلور کاله عمر کې ۴ ځل واکسین شوی دی، او هغه ځای کې چې د پولیو د واکسین کچه کمه وي دغه ویروس په اسانۍ ماشومان ککړولای شي".

په کابل کې د پولیو د څانګې ویاند مرجان راسخ وايي، چې بغلان کې په تیرو پنځه کالو کې د پولیو مثبت پیښه نه وه ثبت شوې: "په بغلان کې له تیرو څو کالو راپه دیخوا د پولیو د کور په کور کمپاین ممانعت شوی و، درې ځل د کلینک په کلینک کمپاینونه وشول خو ماشومانو ته د واکسین کولو کچه کمه وه او ټولو ماشومانو ته د پولیو څاڅکي نه دي رسیدلي".

درې کاله وړاندې په کندز کې یوه ماشومه او سږ کال په بغلان کې یو ماشوم په پولیو اخته شوي دي، خو سږ کال د هیواد په کچه ۲۶ تنه ماشومان د پولیو په ویروس اخته شوي دي، چې په دغه ویروس د اخته کیدو علت یې ماشومانو ته د پولیو د څاڅکو پر وخت نه رسیدل ګڼل کیږي.