باجوه متیس ته: هند د افغانستان خاوره زمونږ په ضد کاروي

د امریکا د دفاع وزیر جیمز میتس د پاکستان د پوځ د مشر سره د دوشنبې په ورځ ملاقات وکړ.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز د امریکا د دفاع وزیر سره په ملاقات کې اندیښنه څرگنده کړیده چې هند د افغانستان خاوره د پاکستان په ضد کاروي.

د امریکا د دفاع وزیر جیمز میتس د پاکستان د پوځ د مشر سره د پاکستان په پوځي مرکز کې چې په راولپنډۍ کې دی، د دوشنبې په ورځ ملاقات وکړ.

جنرال باجوه د خپلو خبرو په سر کې وویل چې پاکستان اوس هم دیته ژمن دی چې د سیمې د امنیت او ثبات لپاره کار ته دوام ورکړي خو د هند د رول په هکله اندیښنه لري. ښاغلي باجوه په پاکستان کې د مېشتو افغان مهاجرینو د بیرته وطن د تگ په اړتیا او په افغانستان کې د ترهگرو د پناهځایونو په مسله هم خبرې وکړی.

پاکستان د سیمې په امنیت کې د امریکا مهم رول وستایه. د پاکستان د پوځ لوی درستیز وویل چې لدې سره چې پاکستان مجبورۍ لرلې خو بیا هم هغوي د نړیوالې ټولنې د یو بامسوله غړي په توگه د سیمې د امنیت لپاره د خپلې برخې مسولیت نه هم زیات کار کړیدی.

جنرال میتس د پاکستاني سرتیرو د ترهگرو په ضد د عملیاتو ستاینه وکړه او وې ویل چې ځېنې عناصر په افغانستان کې د ترهگرۍ لپاره د پاکستان خاوره استعمالوي.

هغه دا هم وویل چې امریکا به د پاکستان پرځاې اعتراضونو ته د حل لاره ولټوي او زیاته یې کړه چې د هغه هدف دا نه دې چې د پاکستان نه یواځې غوښتنې وکړي خو داسې لارې چارې لټول دي چې دواړه په گډه کار وکړي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز وویل چې هغوي د امریکا نه بل څه نه غواړې خو یواځې دا تمه لري چې امریکا ورسره تفاهم ولري.

دواړو مشران په دی سره موافقه شول چې دواړې خواوې به د یوبل د اندیښنو د لیرې کولو لپاره ځانگړي او پیاوړي اقدامات وکړي.