د پاکستان د پوځ مشر په نا اعلان شوي سفر کابل ته راغلی

ولسمشر غني په ارګ له قمر جاوید باجوه سره د لیدنې پرمهال

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه په نا اعلان شوي سفر کابل ته راغلی دی.

په کابل کې د پاکستان سفارت نن سې شنبه جون نهمه (غبرګولې۲۰) پر خپل ټوېټر لیکلي چې جنرال قمر جاوید باجوه کابل ته د سفر پرمهال له ولسمشر غني سره کتلي دي.

امریکا غږ هڅه وکړه چې په دې اړه د افغانستان د جمهوري ریاست نظر واخلي، خو هغوی په دې اړه معلومات ورنه کړل.

د پاکستان سفارت هم له ولسمشر غني سره د دغه هیواد د لوی درستیز د ملاقات په اړه نور معلومات نه دي ورکړی چې دواړو لورو ترمنځ پر کومو موضوعاتو خبرې شوي دي.

پر همدې مهال د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله وايي چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د افغان سولې بهیر کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

جنرال باجوه چې نن کابل ته په یو نا اعلان شوي سفر راغلی تر ولسمشر غني وروسته یې له ډاکټر عبدالله عبدالله سره هم کتلي دي.

عبدالله عبدالله پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي چې د پاکستان د پوځ مشر ورته ویلي چې افغان سوله د سیمې او نړۍ په ګټه ده او زیاته کړې ده چې پاکستان چمتو دی څو په دې اړه له افغانستان سره له نژدې همکاري وکړي.

نوموړی وايي باجوه هیله ښودلې چې بین الافغاني مذاکرات ژر پیل شي څو دواړه لوري د جګړې د پای ته رسولو او سولې ټینګېدو په هدف ګټور ګامونه پورته کړي.

عبدالله عبدالله هم له نوموړي سره لیدنه کې ویلي چې افغان حکومت هر وخت له طالبانو سره بین الافغاني خبرو ته چمتو دی.

نوموړي په دغه برخه کې د پاکستان رول او همکاري مهمه بللې ده.

د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ویلي چې د افغانستان حکومت او خلک تمه لري چې د پاکستان حکومت په دې برخه کې عملي همکاري وکړي.

د پاکستان د پوځ مشر پر داسې مهال کابل ته سفر کوي چې تیره ورځ د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له نوموړي سره په اسلام اباد کې د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو په اړه خبرې کړي وې.

د پاکستان پوځ تیره ورځ په یوې اعلامیه کې ویلي و چې ښاغلي خلیلزاد او د پاکستان د پوځ د لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه د افغانستان د سولې د بهیر، افغان کډوالو او د دواړو هیوادونو د سرحدونو د امنیت د تامین په هکله خبرې کړي دي.