بنګله دېش په 'جماعت اسلامي' بندیز ولګوه او ترهګر سازمان یې وګاڼه

د بنګله دېش حکومت د پنجشنبې په ورځ اګست لومړۍ (زمری۱۱) د دغه هېواد د جماعت اسلامي په ګوند، د محصلینو او په نورو اړوندو څانګو یې بندیز ولګوه. حکومت دا ګوند «اورپکی او ترهګر سازمان» یاد کړی دی.

صدراعظمه شیخ حسینه او نور سیاسي ایتلافیان یې دا ګوند تورنوي چې په بنګله دېش کې په ورستیو مظاهرو کې یې تاوتریخوالی پارولی و.

په دغو مظاهرو کې څه باندې ۲۰۰ کسان مړه شول. دا مظاهرې په حکومتي دندو کې د سهم بندۍ په ضد وشوې.

د بنګله دېش د کورنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې، چې اسوشیتډپرس لیدلې، ویل شوي‌ چې د بنګله دېش د تروریزم ضد قانون په اساس د جماعت اسلامي په ګوند بندیز لګول شوی.

په بنګله دېش کې د جولاۍ له ۱۵ نېټې راهېسې په مظاهرو کې لږ تر لږه ۲۱۵ کسان ووژل شول او څه باندې ۱۰۰۰ نور ژوبل شول.

د جماعت اسلامي ګوند له ۲۰۱۴ کال راهېسې په بنګله دېش کې په ټاکنو کې له ګډون کولو منع کړل شوی او د ټاکنو کمېسیون د هغوی نوملیکنه لغوه کړې.

په ۲۰۱۳ کال کې د بنګله دېش عالي محکمې دا ګوند په ټاکنو کې له ګډون څخه منع کړ او ویې ویل چې د دغه ګوند مقررات د بنګله دېش د اساسي‌ قانون او سیکولاریزم په ضد دي.

خو دا ګوند له سیاسي فعالیتونو څخه منع کړل شوی نه و او سیاسي‌ غونډې، مظاهرې او دا ډول نور فعالیتونه به یې کولای شول.

د جماعت اسلامي ګوند په ۱۹۴۱ کال د یو ناندریز عالم له لوري جوړ شو چې له پاکستان څخه یې د بنګله دېش د جلا کېدو مخالفت کاوه.

بنګله دېش په ۱۹۷۱ کال کې د هند په مرسته له پاکستان څخه جلا او یو مستقل دولت شو.

له ۲۰۱۳ کال راهېسې د جماعت اسلامي‌ ګوند اکثریت مشران یا اعدام او یا هم زنداني شول. د بنګله دېش محکمو هغوی د ۱۹۷۱ کال کې د بشریت ضد جرمونو، چې قتل، اختطاف او جنسي تېری په کې شامل وو، محکوم کړل.

بنګله دېش وايي چې له پاکستان څخه یې د خپلواکۍ په جګړې کې درې میلیون کسان وژل شوي، په ۲۰۰زره ښځو یې جنسي‌ تېري شوي او څه باندې یو میلیون نور کسان هند ته وتښتېدلي دي.