د کرکټ اسیا جام؛ بنګله دیش وايي تکړه لوبغاړی یې ناروغ شوی او سیالیو کې ګډون نکوي

د بنګله دیش د کرکټ لوبغاړی لیټن داس

د بنګله دیش د کرکټ مسئولین وايي تکړه توپ وهونکی لیټن داس ساري تبې نیولی او له کبله یې د اسیا جام په سیالیو کې ګډون نشي کولی.

د اسیا کپ ۵۰ اوریزو سیالیو کې بنګله دیش د پنجشنبې په ورځ اګست ۳۱ (وږي نهمه) له کوربه سريلانکا سره لوبه لري او د یکشنبې په ورځ له افغانستان سره مخامخ کیږي.

د بنګله دېش کرکټ بورډ ویلي چې لیټن د سفر توان نه لري او د هغه پر ځای یې انعام الحق نومولی دی.

دېرش کلن انعام الحق تر اوسه د بنګله دیش دپاره په ۴۴ یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې د درې سلیزو په ګډون ۱۲۵۴ منډې کړي دي. د هغه وروستۍ یو ورځنۍ لوبه د دسمبر په میاشت کې د هند په وړاندې وه.

د بنګله دیش د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر منهاج العابدین وویل: "د لیټن د نه شتون له کبله، موږ یو ټاپ توپ وهونکي ته اړتیا درلوده چې وکولای شي ویکټ وساتي، او انعام الحق دا مسئولیت قبول کړ."

دا مطلب هم ولولئ اسیا کپ کرکټ سیالۍ؛ افغانستان په کې د ګټې څومره چانس لري

اسیا جام د سیمې د ټیمونو لپاره وروستی چانس دی چې د اکتوبر په میاشت کې په هند کې د نړیوال جام څخه مخکې خپله وړتیا وښيي.

بنګله دېش په ب ګروپ کې له سریلانکا او افغانستان سره لوبه کوي. په الف ګروپ کې، پاکستان، هند او نیپال ځای لري.

د دې جام لومړۍ لوبه د چهارشنبې په ورځ د پاکستان او نیپال تر منځ د پاکستان په ملتان کې د کوربه هېواد په ګټه پای ته ورسېده.

ټاکل شوې وه چې یوازې پاکستان ددې لوبو کوربه وي. خو د پاکستان او سریلانکا د ګډ کوربه توب پریکړه وروسته له هغه وشوه چې د هند لوبډلې پاکستان ته له سفر کولو څخه انکار وکړ.

د اسیا جام پای لوبه د سپتمبر په ۱۷ د سريلانکا په پایتخت کولمبو کې کیږي.