د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان وايي د امنیتي اندېښنو سره سره خپله د کرکټ لوبډله هند ته استوي 


د هند او پاکستان لوبغاړي
د هند او پاکستان لوبغاړي

د پاکستان حکومت د یکشنبې په ورځ اګست شپږمه (زمری۱۵) وویل چې د خپل کرکټ لوبډلې ته یې اجازه ورکړه چې په هند کې د کرکټ د نړیوال جام په سیالیو کې برخه واخلي، خو وايي چې د امنیت په اړه یې «ژوره اندېښنه» لري.

د نړیوال جام سیالۍ د اکتوبر په میاشت کې په هند کې پیلېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «پاکستان د خپل کرکټ د امنیت په اړه ژوره اندېښنه لري. موږ د کرکټ د نړیوالې شورا او د هند د کرکټ له مقاماتو سره دا اندېښنې شریکې کړي دي.»

په اعلامیې کې همدغه راز ویل شوي دي: «موږ هیله لرو چې هند ته د سفر په مهال د پاکستان د کرکټ ټیم بشپړ مصونیت او امنیت تضمین شي.»

ټاکل شوې چې د اکتوبر په ۱۵ نېټه په نړیوال جام کې پاکستان د هند په احمداباد کې له کوربه سره لوبه وکړي، احمد اباد د هند د صدراعظم نرېندرا مودي ښار دی او د کرکټ میدان یې د ۱۳۰زره نندارجیانو ظرفیت لري.

فرانس پرس اژانس په خپل راپور کې ویلي دي چې د پاکستان کرکټ بورډ په دغه میدان کې د «قهرجنو نندارچیانو» په وړاندې د کېدونکې سیالۍ په اړه اندېښنه لري.

پاکستان په هند کې په نړیوال جام کې د نه ګډون ګواښ هم کړی و، هند وار دمخه پرېکړه کړې چې د اسیا کپ سیالیو کې د ګډون لپاره پاکستان ته نه ځي.

د اسیا کپ سیالۍ د اګست د ۳۰ او ۱۷ نېټو ترمنځ کېږي. د هند له پرېکړې وروسته، دا تصمیم ونیول شو چې د اسیا کپ سیالۍ به په پاکستان او سري لانکا کې کېږي او هند به سري لانکا ته ځي.

پاکستان د هند په کرکټ بورډ تور لګوي چې د ممبۍ د ۲۰۰۸کال له ترهګریز برید وروسته له پاکستان سره په کرکټ کې ښه روابط نه پالي.

له دغې پېښې وروسته دواړو هېوادونو په خپلو کې سره د لوبو دوې اړخیزې سیالۍ نه دي کړې او یوازې په نړیوالو لویو سیالیو کې مخامخ شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې همدغه راز ویل شوي: «پاکستان په دوامداره شکل دا خبره کړې چې لوبې باید له سیاستونو سره ګډې نشي. په همدې اساس یې پرېکړه وکړه چې د ۲۰۲۳کال نړیوال جام سیالیو ته خپله لوبډله واستوي.»

اعلامیې کې ویل شوي دي چې د هند او پاکستان روابط باید په نړیوالو لوبو کې د مکلفیتونو د پوره کولو په مخکې خنډ نشي.

دا دواړه هېوادونه د یو بل سر سخت رقیبان بلل کېږي او په تېر ۲۰۲۲ کال کې هند په استرالیا کې په ۲۰ اوریزو نړیوال جام کې پاکستان ته ماتې ورکړه.

د ۲۰۲۳ د کرکټ نړیوال جام سیالۍ په هند کې کېږي چې شاوخوا ۱۰ لوبډلې په کې لوبېږي. افغانستان هم په کې دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG