بایډن د غزې تاوتریخوالي پای ته نیټه وټاکله؛ نتنیاهو: بریدونو ته دوام ورکوو 

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن د چهارشنبې په ورځ مۍ ۱۹ (غوایي ۲۹) د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو، سره په تلیفوني تماس کې پر فلسطین د اسرائیل د بریدونو په بندیدو ټینګار وکړ او هیله یې څرګنده کړې چې د نن ورځې تر پایه "په پام وړ اندازه" د تاوتریخوالي د کمیدو شاهد اوسي، خو د اسرائیل د غښتلي متحد ددغې غوښتنې وروسته د اسرائیل صدر اعظم نتنیاهو پر غزه د اسرائیلي پوځیانو د بریدونو د دوام ژمنه کړې ده.

سپینې ماڼۍ په یوې اعلامیې ویلي دي چې ښاغلي بایډن له نتنیاهو غوښتي چې د "اوربند په لور" حرکت وکړي. پدې بیان کې راغلي چې په تلیفوني مکالمه کې دواړو مشرانو "د حماس او نورو تروریستي عواملو د توان په کمولو کې د اسرائیل د پرمختګ او د سیمي د هیوادونو او امریکا له لورې روانې دپلوماتیکې هڅې" په جزییاتو وارزولي.

جمهور رئیس بایډن د مخ په زیاتیدونکي سیاسي او نړیوال فشار لاندې دی، تر څو د غزې د جګړې د پای ته رسولو لپاره جدي اقدام وکړي. خو سره له دې د امریکا حکومت تر نن پورې پر اسرائیل باندې د مستقیم او څرګند فشار راوړلو څخه ډډه کړې ده.

د غزې پر تړانګه باندې د اسرائیل په بریدونو کې چې د لسو ورځو راهیسې روان دي تر اوسه د ۶۴ ماشومانو او ۳۸ ښځو په ګډون ۲۲۷ فلسطینیان وژل شوي او د غزې نژدې ۶۰ زره اوسیدونکي بیځایه شوي دي. همداشان پر اسرائیل باندې د حماس ډلې په راکټي بریدونو کې ۱۲ اسرائیلیان وژل شوي دي.

د جمهور رئیس بایډن سره له تلیفوني مکالمې څخه لږ وروسته، بنیامین نتنیاهو د یوې اسرائیلي پوځي اډې د لیدنې پر وخت وویل چې هغه "د هدفونو د ترلاسه کولو پورې د پوځي عملیاتو دوام ورکولو ژمن دی" او پدې توګه یې ظاهراً د واشنګټن د سولې غږ له پامه غورځولی دی.

د نتنیاهو جدي دریځ او د جګړې پر دوام باندې د هغه ټینګار د دوو متحدینو – اسرائیل او امریکا – تر منخ لومړنی درز په ډاګه کوي او په عین وخت کې د اوربند لپاره نړیوالې هڅې نورې هم پیچلې کوي.

تر اوسه په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره نړیوالو هڅو نتیجه نده ورکړې، په تازه هڅو کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو مس، ټاکل شوې د پنجشنبې په ورځ سیمې ته سفر وکړي او د اسرائیل او فلسطین د مشرانو سره خبرې وکړي.