د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل او حماس جګړه؛ امریکا د عربي هیوادونو له مشرانو سره خبرې کړي 


انتوني بلینکن په ایسلند کې د شمالي قطب د هیوادونو په غونډه کې د ګډون پر وخت
انتوني بلینکن په ایسلند کې د شمالي قطب د هیوادونو په غونډه کې د ګډون پر وخت

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د هغه استازي د سه شنبې په ورځ مۍ ۱۸ (غوایي ۲۸) د فلسطین او د سیمې له عربي هیوادونو له مشرانو سره پداسې حال کې خبرې وکړې چې د اسرائیل او په غزه کې د واکمن حماس ترمنځ جګړې زور اخیستی.

د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن اداره وایي ارامه دپلوماسي پرمخ بیایي او لا هم د سمدستي اوربند د رامنځته کیدو لپاره له فشار راوړلو څخه ډډه کوي.

ښاغلي بلینکن چې د شمالي قطب د هیوادونو په غونډه کې یې خبرې کولې د امریکا د دریځ او د امریکا له لورې د اسراېیل-فلسطین د جګړې په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اعلامیې د مخنیوي ننګه یې وکړه.

د دوشنبې په ورځ د اسرائیل د صدراعظم سره په تلیفوني خبرو کې د امریکا جمهور رئیس جو بایډن په عمومي توګه د اوربند څخه ملاتړ وکړ خو د کانګرس د لسګونو دموکراتو وکیلانو سره همغږی نشو چې غواړي ژر تر ژره دې اوربند وشي.

ښاغلي بایډن د اسرائیل نه خپل ملاتړ په ډاګه کړ چې «د پرله پسې راکټي بریدونو په وړاندې د ځان دفاع وکړي،»خو په عین وخت کې اسرائیل یې دې ته وهڅولو چې «د بیګناه ملکي وګړو له ژغورنې ډاډمن شي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د مراکش او بحرین له بهرنیو چارو وزیرانو سره یې خبرې کړي چې پدې وروستیو کې یې د اسرائیل سره اړیکې عادي کړي دي او په عین وخت کې د منځني ختیځ لپاره د امریکا استازې حادي امر د فلسطیني ادارې د مشر محمود عباس سره لیدلي دي.

د امریکا په سنا کې د اکثریت دموکرات ګوند مشر جک شومر د دوشنبې په ورځ د لسګونو امریکایي وکیلانو او یو جمهوري غوښتونکي او یو ناپیلي سناتور سره یوځای شو چې پر دواړو غاړو د سمدستي اوربند کولو غږ کوي.

همداشان یو لوړپوړي دموکرات وکیل ادم شیف چې د استازو خونې د استخباراتو د کمیټې رئیس دی د امریکا له حکومت څخه یې غوښتي چې د منځني ختیځ په روان کړکیچ کې نور هم ښکیل شي.

XS
SM
MD
LG