بایډن او نتنیاهو د اسرائیل برید کې د مرستندویانو له وژل کېدو وروسته تیلیفوني خبرې وکړې

د امریکا ولسمشر جو بایډن (چپ) او د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

د متحده ایالاتو او اسرائیل مشران د پنجشنبې په ورځ اپریل ۴ (وري ۱۶) په داسې حال کې په تیلیفون خبرې وکړې چې واشنګټن په غزه کې د اسرائیل په یو هوايي برید کې د اوو خیریه کارکونکو په وژل کېدو "غصه" څرګنده کړې او د اسرائیلي ځواکونو د عملیاتو په اړه اندېښنې په ډیرېدو دي.

سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې لیکلي چې، د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د اسرائیل د صدراعظم بنیامن نتنیاهو سره د تیلیفون له لارې خبرې وکړې.

اعلامیه وایي: "دواړو مشرانو د غزې په حالاتو خبرې وکړې. ولسمشر بایډن ټینګار وکړ چې پر بشري کارکوونکو بریدونه او په ټولیز ډول بشري وضعیت د منلو وړ نه دی. هغه اسرائیل ته دا اړتیا څرګنده کړه چې د ملکي زیانونو، بشري کړاوونو او د مرستندویه کارکوونکو خوندیتوب ته د رسیدو لپاره یو لړ مشخص، کوټلي او بې حده ګامونه اعلان او پلي کړي." هغه څرګنده کړه چې د غزې په اړه د متحده ایالاتو پالیسي به د اسرائیل له خوا د سمدستي اقداماتو له مخې وټاکل شي.

په اعلامیه کې ښاغلي بایډن ټینګار وکړ چې د بشردوستانه وضعیت د ثبات او ښه کولو او د بې ګناه ملکي وګړو د ساتنې لپاره سمدستي اوربند اړین دی. هغه له صدراعظم نتنیاهو څخه وغوښتل چې: "خپلو مذاکره کونکو ته واک ورکړي چې پرته له ځنډه یوه معامله وکړي چې یرغمل شوي کسان خپلو کورونو ته ستانه شي."

اعلامیه وایي چې دواړو مشرانو د اسرائیل او د اسرائیل د خلکو په وړاندې ایران د څرګندو ګواښونو په اړه هم خبرې وکړې. ولسمشر بایډن څرګنده کړه چې "متحده ایالات د دې ګواښونو په وړاندې د اسرائیل کلک ملاتړ کوي."

د دوشنبې په ورځ د امریکا میشتې خیریه موسسې "نړیوال مرکزي پخلنځي" د کارکوونکو له وژل کېدو وروسته، دا د امریکا د ولسمشر جو بایډن او د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو لومړنۍ تیلیفوني خبرې دي.

د نړیوال مرکزي پخلنځي د شپږو بهرنیو کارکوونکو جسدونه د چهارشنبې په ورځ له غزې څخه د مصر له لارې خپلو هېوادونو ته ولیږدول شول. په دوی کې استرالیايي، بریتانوي، پولنډي او د امریکا او کاناډا ګډ تابعیت لرونکي وګړي شامل وو. په پېښه کې د وژل شوي فلسطیني کارمند مړی په غزه کې خاورو ته وسپارل شو.

بلخوا د "نړۍ مرکزي پخلنځي" یا (World Central Kitchn) د پنجشنبې په ورځ وویل، چې له اسټرالیا، بریتانیا، کاناډا، پولنډ او د امریکا متحدو ایالتونو څخه یې "د دې برید په اړه د خپلواکه او ناپیلي تحقیقاتي کمیټې د جوړیدوغوښتنه کړی، ترڅو معلومه کړي‌ چې ایا دغه برید په قصدي توګه ترسره شوي او ایا د نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه شوې ده؟"

دغه بنسټ په یوې خبرپاڼې کې ویلي:" د هغه څه د حقیقت د موندلو لپاره چې پیښ شوي او همدارانګه د بشري مرستو په کارکونکو باندې د راتلونکو بریدونو د مخنیوي لپاره، یوازینۍ لاره خپلواکه پلټنې دي."

خو د دغه خیریه موسسې بنسټ ایښودونکي، خوزي اندرس د چهارشنبې په ورځ له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، چې په غزه کې د دوی د مرستندویه کارکونکو موټریز کاروان د اسرائیل لخوا په "سیستماتیک ډول" په نښه شوي دي.

هغه وويل چې د "نړۍ مرکزي آشپزخانې" د اسرائيلي پوځ سره مخکې له مخکې اړیکه لرله او اسرائیلي ځواکونه ددغه خیریه بنسټ د مرستندویه کارکوونکو په حرکت خبر وو.

اندرس زیاته کړه: "دا د بد چانسې خبره نه ده چې وویل شي؛ بم مو په غلط ځای کې غورځولی. هان که چیري موږ (اسرائیل دفاعي ځواکونو) سره همغږي نه وای، هیڅ ډموکراټیک هیواد او هيڅ ځواک دا حق نلري چې ملکي وګړي او مرستندویه کارکوونکي په نښه کړي."

په ورته وخت کې د استرالیا صدراعظم انتوني البانیز د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې د یاد برید په اړه د اسرائیل ځواب چې ویلي یې دي، " دا یوازې د جګړې محصول دی" قناعت بښونکې نه دی.

هغه وویل: "نړیوال بشري قوانین پدې اړه صراحت لري چې مرستندویه کارکونکي باید وکولای شي چې مرستې او همکارۍ له هراز ګواښ او ځاني خطر څخه پرته وړاندي‌ کړي."

همدارنګه د پولنډ صدراعظم ډونالډ ټوسک، یوې خبري غونډې ته وویل، چې پولنډ د پیښې په اړه توضیحات او د قربانیانو کورنیو ته د تاوان ورکولو تمه لري.

همدارانګه بریتانیې د سه شنبې په ورځ د لبنان لپاره د اسرائیل سفیر ورغوښتی و او په غزې کې د دې خیریه مؤسسې مامورینو وژل کیدو باندې خپل "زغرده غندنه" یي ورته څرګنده کړې.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن هم د ښاغلي اندرس سره په خبرو کې ویلي چې ددې ادارې مامورینو وژل کیدو له کبله یې "زړه مات شوی" او پدې یې هم ټینګار کړی چې د خیریه مؤسسو کار کوونکي باید خوندي وي.

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو میلر د چهارشنبې په یو خبري‌ ناستې کې وویل، چې اسرائیل د بشري مرستندویه موسسو کارکوونکواو ملکي وګړو د ساتنې لپاره غوره اقداماتو ته اړتیا لري.

پداسې حال کې چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د دې پیښې په هکله د "بې پرې، چټکو او بشپړو" پلټنو غوښتنه کړې تر څو معلومه شي پیښه ډول شوې، سپینې ماڼۍ ویلي چې پدې پیښه "قهریدلې" ده.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو چې د دې کسانو وژل کیدو له کبله بښنه نده غوښتې، خو دا یې یوه "خواشینوونکې قضیه" بللې او ویلي یې دي چې دغه پیښه به تر پایه او په بشپړه توګه وپلټل شي.

خو د اسرائیل جمهور رئیس اسحاق هرتزوګ د "نړۍ مرکزي پخلنځي" د مشر هوزې اندرس سره په خبرو کې پدې پیښې "ژور خفګان "څرګند کړی او د "زړه له کومي" یې بښنه هم غوښتې ده.

په عین حال کې د اسرائیل لوی درستیز، هیرزي هالوي د چهارشنبې په ورځ ومنله چې په غزې کې د مرستندویه ادارې په کار کوونکو برید "جدي اشتبا" وه. د اسرائیل دې تر ټولو جګپوړي پوځي چارواکي ویلي چي برید د شپې شوی او "ناسمه پیژندګلوي" یې د دې برید علت وباله. هغه ویلي: "مونږ په غیر عمدي توګه د نړۍ مرکزي آشپزخانې ته د زیان رسیدو په خاطر خواشیني یو."

ولسمشر بایډن او نتنیاهو د غزې د جنوب پر ګڼ میشتي ښار رفح باندې د اسرائیل د ځمکنیو عملیاتو د پلان، د سوریې په پلازمېنه کې د ایران پر قونسلګرۍ د خونړي برید وروسته د ایران او متحدینو سره د اسرائیل د کړکېچ د زیاتېدو په اړه هم خبرې وکړي.

د امریکا ولسمشر په غزه کې د نږدې شپږ میاشتنۍ جګړې په اوږدو کې چې د حماس له خوا د اکتوبر د اوومې نېټې له برید څخه وروسته پیل شوه، د اسرائیل ملاتړ کړی او تل ابیب ته یې پوځي تجهیزات استولي دي.

خو په داسې حال کې چې روان کال په متحده ایالاتو کې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره کیږي، په غزه کې د پراخې مرګ ژوبلې په اړه په امریکا کې د خلکو د قهر له زیاتېدو سره، د بایډن ادارې د اسرائیل له ښي اړخه صدراعظم څخه د هغه د جګړې د ستراتیژۍ او په غزه کې د خلکو د کړاونو په اړه خپله ناهیلي څرګنده کړې ده.

د متحده ایالاتو او اسرائیل مشران نن پنجشنبې، په داسې حال کې تیلیفوني خبرې وکړې، چې اسرائیل ویلي دي چې په غزه کې به د حماس تر بشپړ ځپلو پورې چې د تیر کال د اکتوبر پر اوومه نېټه یې پر اسرائیل برید وکړ، پوځي عملیات به دوام ولري.

اسرائیل په غزه کې د حماس پر وړاندې پراخ پوځي عملیات وروسته له هغه پیل کړل چې د حماس جنګیالیو د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر اوومه نېټه د اسرائیل پر جنوبي سیمو برید وکړ. په دغه برید کې د اسرئیلي مقاماتو په خبره، شاوخوا ۱۱۶۰څخه زیات ملکي وګړي ووژل شول او ۲۴۰ نور یرغمل شول.

د حماس تر واک لاندې د غزې د روغتیا وزارت ویلي دي چې د اسرائیل د ځوابیه او غچ اخیستونکې بریدونو په پایله کې، تر اوسه پورې له ۳۳۰۳۷ څخه زیات فلسطینیان چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي، وژل شوي دي. همدارنګه د غزې پر شمالي سیمو د اسرائیل له بریدونو وروسته، ګڼ شمېر فلسطینیانو د رفح سیمې ته پناه وړې ده.