د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن نتنیاهو ته ویلي چې د رفح عملیات به 'غلطي' وي


د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن دوشنبه مارچ ۱۸ (کب ۲۸) د اسرائیل صدراعظم بینامین نتنیاهو ته ویلي چې د غزې په جنوب کې د رفح په ښارګوټي کې ستر ځمکني عملیات به "سهوه" وي او ترې غوښتي چې جګپوړي چارواکي د سلا مشورې لپاره واشنګټن ته واستوي.

دا په روانې میاشتې کې لومړی ځل دی چې دواړه مشران په داسې حال کې په ټیلیفون کې غږیږي چې جمهور رئیس بایډن، ملګرو ملتونو او د نړۍ څو نورو مشرانو د اسرائیل څخه په رفح کې د عملیاتو نه کولو غوښتنه کړې خو اسرائیل ټینګار کوي چې د حماس له منځه وړلو لپاره دا عملیات کوي.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې چې د دې خبرو په هکله یې خپره کړې ویل شوي چې نتنیاهو د جمهور رئیس بایډن غوښتنه منلې چې په رفح کې د نظامي عملیاتو په پلان او "احتمالي متبادلې لارې" په اړه د خبرو لپاره به جګپوړي اسرائیلي چارواکي واشنګټن ته ولیږي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان دوشنبې په ورځ یو خبري کنفرانس کې وویل چې جمهور رئیس جو بایډن د اسرائیل مشر سره په خبرو کې په رفح کې د اسرائیل نظامي عملیاتو پلان په هکله "ژوره اندیښنه" څرګنده کړه.

ښاغلي سولیوان زیاته کړه چې جمهور رئیس بایډن د اسرائیل مشر سره په خبرو کې وویل چې د غزې په جنوب کې د رفح په ښارګوټي کې ستر نظامي عملیات به "سهوه" وي او لا ډیر ملکي وګړي به په کې ووژل شي او بشري ناورین به زیات شي.

د سپینې مانۍ سلاکار وویل چې پدې کړنو سره به د اسرائیل حکومت په نړیواله کچه منزوي شي.


د متحده ایالاتو جمهور رئیس د اسرائیل د مشر څخه غوښتي چې جګپوړي نظامي او استخباراتي مشران واشنګټن ته واستوي چې د رفح په ښارګوټي کې د عملیاتو په هکله د امریکا اندیښنې واوري او په "متبادلې لارې" بحث وکړي چې په حماس چاپې وهل پکې شامل دي.
د سپینې ماڼۍ سلاکار وویل چې نتنیاهو د ښاغلي بایډن په غوښتنې موافقه کړې.

په عین حال کې د اسرائیل مشر د جمهور رئیس بایډن سره تر خبرو وروسته په یوې اعلامیې کې ویلي په دې ژمنې یې بیا ټینګار کړی چې د روانې جګړې ټول اهداف به پوره کوي.

نتنیاهو د حماس له منځه وړل، د ټولو برمته شویو کسانو خوشې کول او دا ډاډ ورکول چې د غزې څخه به هیڅکله اسرائیل ته ګواښ نه پیښیږي، د حماس پر ضد د جګړې اهداف ښودلی.

د بایډن او نتنیاهو د خبرو څخه وړاندې د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ تګلارې مشر جوسیپ بوریل ویلي و چې د اسرائیل پوځي عملیاتو غزه په "یوی لویې سر خلاصې هدیرې"بدله کړې ده.

بوریل د اروپايي ټولنې د وزیرانو په غونډې کې وویل؛ «غزه تر جګړې مخکې لوی او سرخلاص زندان و... نن د لسګونه زره خلکو او د ډېرو مهمو بشري قوانینو هدیره ده.»

اسرائيلي مقامات وايي چې د تېرکال د اکتوبر په اوومه نېټه د حماس په بریدونو کې ۱۱۶۰ اسرائيلیان ووژل شول چې اکثریت یې ولسي خلک وو.

د اسرائيل پوځ وايي په دغې جګړې کې یې ۲۵۰ عسکر هم وژل شوي دي.

د حماس تر کنترول لاندې غزه کې د روغتیا مسئولین وايي د اسرائیل په بریدونو کې تر دې دمه څه باندې ۳۱۷۰۰ کسان وژل شوي دي چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG