امریکا د هوا له لارې غزې ته د مرستو رسول پیلوي

د متحده ایالاتو جمهور رئیس په سپینې ماڼۍ کې د ایټالیا د صدراعظمې جورجیا میلوني سره وکتل.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن مارچ لومړۍ (کب ۱۱) وویل چې د غزې تړانګې ته د هوا له لارې د مرستندویه موادو رسول پیلوي.

ښاغلي بایډن په سپینې ماڼۍ کې د ایټالیا د صدراعظمې جورجیا میلوني سره دا څرګندونې پداسې حال کې وکړلې چې یوه ورځ وړاندې د مرستو یو کاروان باندې برید کې څه باندې ۱۰۰ فلسطینیان ووژل شول.

د امریکا مشر وویل هیواد به یې غزې ته د مرستو لپاره لا ډیر اقدامات وکړي.

هغه زیاته کړه، "مونږ به په راتلونکو ورځو کې په اردن کې خپلو ملګرو او نورو سره د هوا له لارې د خواړو او نورو شیانو په استولو کې لاس یو کړو".

جو بایډن دا اعلان داسې مهال وکړ چې په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ اوربند لپاره خبرې اترې روانې دي او پدې تړانګې کې چې د جګړو له کبله تقریباً د ځمکې سره هواره شوې، د تیر کال اکټوبر اوومې نیټې راهیسې پکې بشري بحران روان دی.

پداسې حال کې چې د متحده ایالاتو جمهور رئیس له یوې خوا د اسرائیل څخه غوښتي چې په غزې کې د ملکیانو مرګ ژوبله کمه کړي خو په عین حال کې یې بیا اسرائیل ته نظامي او نورې مرستې جارې ساتلي چې آن د دیموکرات ګوند ځینو غړیو پرې انتقاد کړی.

جو بایډن پرته لدې چې نور جزیات ورکړي وویل چې هیله لري د روژې میاشتې تر پيل پورې په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ اوربند وشي. بایډن وویل چې لا د اوربند په هکله موافقه نده شوې خو هیله یې څرګنده کړه چې وبه شي.


په غزې کې د اوربند پر سر خبرې پداسې حال کې پیچلې شوي چې تیره ورځ نږدې سل فلسطینیان د غزې په شمال کې د اسرائیل په ډزو کې د مرستو تر لاسه کولو پر وخت ووژل شول.

په اسرائیل کې یوې سرچینې ومنله چې عسکرو د خلکو پدې ګڼې ګوڼې ډزې وکړلې ځکه هغوي ګمان کاوه چې خطر به ترې پیښ شي.

ښاغلي بایډن همدې پیښې ته په غبرګون کې وویل، " بې ګناه وګړي په ناوړه جګړې کې ګیر پاتې او نشي کولی خپلو کورنیو ته خواړه برابر کړي. او کله چې هغوي د مرستو تر لاسه کولو کوښښ وکړ، تاسو ولیدل چې څه وشول".

د متحده ایالاتو مشر همدارنګه وویل چې په اسرائیل به ټینګار وکړ چې غزې ته د مرستو لا ډیرې لارۍ پریږدي او د سمندر د لارې به هم د مرستو رسولو لارې چارې ولټوي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي هم په یو خبري کنفرانس کې وویل چې جمهور رئیس جو بایډن د ډیرې مودې راهیسې پدې لټه کې و چې غزې ته د هوا له لارې مرستندویه مواد ورسوي خو زیاته یې کړه چې د پنجشنبې پیښې دا څرګنده کړه چې د مرستو رسولو لپاره نورې لارې چارې ولټول شي.

ښاغلي کربي وویل چې د مرستو رسول به څو اوونۍ ادامه ولري خو تر څنګ یې دا هم وویل چې دا کار "سخت نظامي عملیات" دي چې په دقیقه توګه پلان جوړونې ته اړتیا لري او د دفاع وزارت یا پنټاګان باید په غزې کې د ملکیانو او نظامي پرسونل خوندیتوب لپاره پلان جوړ کړي.

د اسرائیل حکومت تر اوسه د متحده ایالاتو دې پلان په هکله څه ندي ویلي.