جوبایډن د اقلیم بدلون کنفرانس کې د ګډون لپاره سکاتلنډ ته رسېدلی 

ولسمشر بایډن سکاتلنډ ته رسېدلی

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن د دوشنبې په ورځ نومبر لومړۍ (لړم۱۰) سکاتلنډ ته رسېدلی چې د ملګرو ملتونو د اقلیم بدلون په نړیوال کنفرانس کې برخه واخلي.

د ښاغلي بایډن الوتکه په «ایدنبرغ» هوايي ډګر کې ښکته شوه. دا کنفرانس د سکاتلنډ په «ګلاسکو» ښار کې دی.

د ملګرو ملتونو په پیل شوي‌ څو ورځني کنفرانس کې د نړۍ د ۱۰۰ هېوادونو مشران او استازي ګډون کوي. د کنفرانس کوربه د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن دی.

د دغه کنفرانس لوی هدف دا دی چې د نړۍ هېوادونه د ګاربن ډای اوکساید ګازونو د تولید د مخنیوي ژمنې او له مخ په ودې هېوادونو او ولسونو سره د اقلیم تغیر د مبارزې لپاره مالي مرستې وکړي.

ټاکل شوې چې ښاغلی جانسن به د کنفرانس په ګډونوالو باندې ټېنګار وکړي چې بیړني اقدامات وکړي.‌ هغه وايي‌ چې بشریت په دې اړه اوږد انتظار کړی دی.

د هغه د دفتر څخه خپور شوی بیان وايي: «که موږ نن د اقلیم بدلون په اړه جدي نشو، سبا به زموږ د ماشومانو لپاره ډېره ناوخته وي چې دا کار وکړي.»

د اقلیم تغیر په چارو کې د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي جان کیري د دوشنبې تر کنفرانس مخکې خبریالانو ته ویلي وو چې د کنفرانس یو هدف دا دی چې په دې اړه «نړیوال تمایل پام وړ» زیات شي. هغه همدغه راز وايي هېوادونه باید د یوې «لسیزې اقدام» په اړه لاس په کار شي چې د سانتي ګراد په حساب د نړۍ تودوخه تر ۱.۵ درجې پورې، چې تر صنعتي کېدو مخکې دور څخه پورته ده، محدوده کړي.

ښاغلي کیري‌ د اقلیم بدلون سره په مبارزې کې په مالي برخې هم ټېنګار وکړ او وویل چې ژمنې شوې پیېسې باید انتقال شي او له مخ پر ودو هېوادونو سره، چې د اقلیم تغیر له کبله کړیږي، مرسته وشي.

د ملګرو ملتونو د اقلیم بدلون تر دغه کنفرانس یوه ورځ مخکې د ایټالیا په مرکز روم کې د نړۍ د ۲۰ بډایه هېوادونو غونډه وه چې د اقلیم بدلون په مسئلې باندې بحث یې د اجنډا په سر کې و.

که څه هم د جي ۲۰مشران د اقلیم د بدلون له امله شته ګواښونه ومنل، خو د دغې سرمشریزې د هغه متن پر اساس چې د رویټرز خبري آژانس ترلاسه کړی، لوی هیوادونه د اقلیم بدلون په اړه خپلو ژمنو ته د متعهد پاتې کېدو لپاره ډیرلږ تمایل لري او ښايي په دې اړه نور دوامداره هدفونه ونه ټاکي.

د اقلیم بدلون د برخې فعالان دا اهداف د اقلیمې فاجعې د مخنیوي لپاره حیاتي بولي.

د جي ۲۰د سرمشریزې له پیل مخکې، د بریتانیاصدراعظم بوریس جانسن ویلي ووچې په دې اړه به خبرې سختې وي، خو خبرداری یې ورکړیچې له یوه زړه ور اقدام پرته،د نړۍ تمدن به د روم د لرغونې امپراطورۍ په څېر وپاشل شي.