د لاس رسي وړ اتصالات

ښاروالۍ: کابل د اوبو له شدید کمښت سره مخ دی


په افغانستان کې له څو لسیزو جګړو ، د اقلیم د بدلون او د اوبو د ضعیف مدیریت له امله د کابل ښار، د اوبو له ډیر شدید کمښت سره مخامخ دی. دغه مشکل ورځ تربلې زیاتیږي او چارواکي یې اندېښمن کړیدي.

د کابل لپاره د طالبانو نومول شوی ښاروال حمد الله نعماني وايي د دې اندېښنه موجوده ده چې په دغه ښار کې د اوبو ټولې څاګانې وچې شي.

هغه د دوشنبې په ورځ د رویټرز له خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې د طالبانو حکومت په پام کې لري چې د څښاک د اوبو د رسولو له شرکتونو سره د اوبو د کمښت د مشکل د حل کولو لپاره خبرې وکړي.

ښاغلي نعماني وویل، دوی په ښاروالۍ پورې مربوطو ونو ته د اوبو د ورکولو په هدف له ډیر لیرې ځایه په لوړیه بیه اوبه رسوي.

ښاغلی نعماني وايي، دوی نورې څاوې هم نشي کېندلی ځکه هره څاه د خلکو په کورونو کې د نورو څاګانو اوبه وچوي او خلک شکایت کوي.

یو شمیر ماشومان د کابل په ځینو برخو کې د اوبو د ترلاسه کیدو لپاره ډیر انتظار باسي.

د امریکا د نړیوالې پرمختیايي ادارې یا یو اس ایډ د معلوماتو له مخې په افغانستان کې یواځې ۴۲ فیصد خلک د څښاک پاکو اوبو ته او په ښاري سیمو کې شاوخوا ۲۷ فیصده خلک د فاضل آب د تخلیې سیستم ته لاسرسی لري.

د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو اف پي خبرداری ورکوي که چیرې اوبو ته لاسرسی جدي ونه ګڼل شي د وخت په تېرېدو سره به د یوې پراخۍ قحطۍ لامل شي.

XS
SM
MD
LG