بایډن هند ته: د روسیې څخه د انرژۍ واردات مه چټکوئ

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن او د هند صدراعظم نریندرا مودي دوشنبه د ویډیو کنفرانس د لارې د یو ساعت لپاره مجلس درلود.

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن د هند صدراعظم نریندرا مودي ته ویلي چې د روسیې څخه ډیر تیل اخیستل او د نورو اجناسو واردول د هند په ګټه ندي.

ښاغلي بایډن دا څرګندونې دوشنبه اپریل ۱۱ (وري۲۲) د ښاغلي مودي سره د ویډیو کنفرانس د لارې په یو ساعته مجلس کې پداسې حال کې کړي چې متحده ایالات د هند څخه غواړي په ګاونډي هیواد اوکراین د یرغل له کبله د روسیې په خلاف جدي دریځ غوره کاندي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي د دواړو مشرانو تر منځ د مجلس په هکله وویل چې ښاغلي بایډن ښاغلي مودي ته ویلي چې متحده ایالاتونه چمتو دی د هند د انرژۍ سرچینې متنوع کاندي.

میرمن ساکي وویل، "جمهور رئیس (جو بایډن) دا هم واضح کړه چې هغه پدې باور ندی چې د روسیې څخه د تیلو او نورو اجناسو د وراداتو ډېرول یا چټکول د هند په ګټه ندي".

سره لدې چې د امریکا یو چارواکي د مودي او بایډن تر منځ دا خبرې "تودې او ګټورې" بللې خو ښاغلي بایډن د هند د مشر څخه د روسیې څخه د انرژۍ د وارداتو په هکله "ټینګه پوښتنه" ونکړله.

د دغو مشرانو د خبرو په پیل کې، چې مطبوعاتو ته یې د لیدو اجازه وه، جمهور رئیس بایډن پخپلو خبرو کې د هند او امریکا تر منځ د ملګرتیا په هکله لنډ معلومات ورکړل او وویل چې دواړه هیوادونه به په ګډه کار او سلا مشورې کوي چې څنګه د روسیې د جګړې د بې ثباته کوونکې اغیزو چاره وکړي.

په همدې حال کې د هند صدراعظم هم په اوکراین کې د وضعیت په هکله اندیښنه څرګنده کړه او په ځانګړې ډول یې د بوچا د سیمې یادونه وکړله چې د ګڼ شمیر عامو خلکو مړي پکې موندل شوي.

نریندرا مودي وویل، "د بوچا په ښار کې د ملکیانو د وژل کیدو په هکله تازه خبرونه د اندیښنې وړ دي. مونږ یې سمدستي غندو او په خپلواکه توګه یې د پلټلو غوښتنه کوو".

ښاغلي مودي همدارنګه وویل چې د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین سره یې خبرې کړي او ترې غوښتي یې دي چې د اوکراین د جمهور رئیس ولادمیر زلینسکي سره خبرې وکړي.

سره لدې چې هند په اوکراین د روسیې د یرغل په موضوع کې تر اوسه بې طرفي غوره کړې چې په واشنګټن کې د اندیښنې سبب شوې خو روسیې بیا هند د دې کار په خاطر ستایلی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف چې تیره میاشت یې د امریکا د نیوریاک په ښار کې د هند د صدراعظم نریندرا مودي سره وکتل ویلي چې "هند د وضعیت په هکله په یو اړخیزه توګه نه بلکې په بشپړه توګه قضاوت کړی".

په اوکراین د روسیې د یرغل په هکله د بې طرفه پاتې کیدو تر څنګ هند په روسیې د بندیزونو لګولو څخه هم ځان ډډې ته کړی او تیره اوونۍ یې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلې کې په هغې رای ګیرۍ کې برخه وانخیسته چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د روسیې د غړیتوب د ځنډیدو په خاطر وشوه.

سره لدې چې متحده ایالاتو او نورو غربي هیوادونو د هند څخه غوښتي چې د روسیې څخه دې تیل او ګاز نه واردوي خو هند دا ټولې غوښتنې له پامه غورځولي.

روسیې د خپلو ګازو او تیلو بیې ډیرې کمې کړي او کوم معلومات چې د رویټرز خبري اژانس راټول کړي، پکې ښودل کیږي چې په په اوکراین د یرغل راپدیخوا هند د روسیې څخه ۱۳ ملیونه بیرله خام تیل اخیستي پداسې حال کې هند په ۲۰۲۱ کې په بسته کال کې د روسیې څخه یوازې ۱۶ ملیونه بیرله خام تیل پیرلي و.

د سپینې ماڼۍ ویاندې همدرانګه وویل چې هند د روسیې څخه د انرژۍ په وارداتو کې د کموالي په برخه کې هیڅ کومه ژمنه ونکړله.