ولسمشر بایډن: دموکراسي په ستونزو بریالۍ شوه

جوبایډن د امریکا د متحدو ایالتونو ۴۶م ولسمشر شو

د امریکا د متحدو ایالتونو نوي ولسمشر جو بایډن له لوړې وروسته ملت ته خپله لومړۍ وینا وکړه.

ښاغلي بایډن په خپلو خبرو کې تر ډېره امریکایان ملي یوالي او اتحاد ته راوبلل او وویل چې دموکراسي په ستونزو بریالۍ شوه.

ولسمشر بایډن په خپلو خبرو کې د کروناویروس څخه نیولې د امریکا تر ځینو نورو داخلي او بهرنیو تګلارو او مسایلو پورې موضوعګانو باندې وغږېده.

هغه وویل: «دا یو ستر ملت دی. موږ ښه خلک یو. د پېړیو راهېسې، موږ په سولې او جنګ کې له سختیو او کړاونو تېر شوي یو خو لا هم ډېر مزل پاتې دی.»

ښاغلي بایډن زیاته کړه: « ډېر مسایل شته چې ترمیم شي، راوګرځول شي، ورغول شي، سم شي او ډېر نور دي چې ترلاسه کړل شي.»

ولسمشر بایډن همدغه راز د کروناویروس له کبله د مړه شویو امریکایانو یاد ته د درناوي لپاره د څو شېبو لپاره د غلي درېدو سپارښتنه وکړه او وویل چې دا ویروس امریکا ډېره بده وځپله او ډېر خلک یې بېکار او بې روزګاره کړل.

هغه په خپل اقتصادي پلان کې د کروناویروس سره د مبارزې لپاره میلیونونه ډالر ځانګړي کړي دي.

نوموړي په خپلو خبرو کې د کانګرس پر ودانۍ برید او د تاوتریخوالي ځینو نورو پېښو یادونه وکړه او وویل چې «دا کارونه تر ډېره سپین پوستو متعصبینو کړي چې په وروستیو کلونو کې تر ټولو خطرناک داخلي تروریستي ګواښ دي.»

ښاغلي بایډن په خپلې وینا کې په وار وار امریکایانو ملي یوالي ته راوبلل چې پر ستونزو برلاسي شي. هغه وویل هغوی چې له ده سره موافق هم نه دي، ستونزه نشته ځکه چې د ده په خبره دا دموکراسي ده او هغه د ټولو امریکایانو ولسمشر دی.‌

هغه زیاته کړه: « د قهر، نفرت، افراطیت، بي قانونۍ، تاوتریخوالي، ناروغیو، بې روزګاریو او نا امیدیو سره د مبارزې لپاره یوالی ضرور دی. په اتفاق سره موږ ستر او مهم کارونه کولی شو. بد، ښه کولی شو. خلک په ښو دندو ګمارلی شو. په مصونو ښوونځیو کې خپلو ماشومانو ته زده کړه ورکولی شو. وژونکی ویروس ماتولی شو. عدالت تامینولی شو او بلاخره د ښه هدف لپاره یو ځل بیا امریکا په نړۍ کې د رهبریت په ځواک بدلولی شو.»

هغه همدغه راز نړیوالو ته په خطاب کې وویل چې امریکا له ازموینې سره مخامخ شوې او بیا به هڅه وکړي چې خپل روابط ورغوي، د نن او سبا ستونزو په وړاندې و دریږي او په خبره یې امریکا به د سولې او ثبات په برخه کې یو اعتمادي شریک وي.

جوبایډن د امریکا د متحدو ایالتونو ۴۶م ولسمشر دی. جوبایډن نن چهارشنبه جنوري ۲۰په واشنګټن ډي سي کې د کانګرس د ودانۍ مخې ته په رسمي مراسمو کې د امریکا د متحدو ایالتونو د نوي منتخب ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

د امریکا د متحدو ایالتونو د سترې محکمې مشر جان رابرټ ورته د وفادارۍ قسم ورکړ.

ښاغلي بایډن پر «انجیل لاس کېښود» او لوړه یې وکړه چې د امریکا، د امریکایانو، اساسي قانون او ملکي ګټو ساتنه به کوي.