د لاس رسي وړ اتصالات

جوبایډن د امریکا د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړه 


جوبایډن د امریکا ۴۶م ولسمشر شو
جوبایډن د امریکا ۴۶م ولسمشر شو

جوبایډن نن چهارشنبه جنوري ۲۰ په واشنګټن ډي سي کې د کانګرس د ودانۍ مخې ته په رسمي مراسمو کې د امریکا د متحدو ایالتونو د نوي منتخب ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

د امریکا د متحدو ایالتونو د سترې محکمې مشر جان رابرټ ورته د وفادارۍ قسم ورکړ.

ښاغلي بایډن پر «انجیل لاس کېښود» او لوړه یې وکړه چې د امریکا، د امریکایانو، اساسي قانون او ملکي ګټو ساتنه به کوي.

له هغه سره د هغه مېرمن او د کورنۍ نور غړي هم وو. جوبایډن د امریکا ۴۶م ولسمشر شو.

په دغو مراسمو کې د امریکا پخواني ولسمشران بارک اوباما، کلنټن او ځینې نور چارواکي‌ هم حاضر وو. ولسمشر ټرمپ په مراسمو کې نه و، خو د هغه مرستیال مایک پنس و.

ښاغلي ټرمپ تر مراسمو مخکې له واشنګټن څخه ووت، خو د خدای په امانۍ په خبرو کې یې نوي ولسمشر جوبایډن ته په کارونو کې د بري‌هیله کړې وه.

د کرونا د محدودیتونو له کبله د معمولا خلاف ډېر کم کسان دغو مراسمو ته رابلل شوي وو، په نورو دورو کې به لسګونه زره میلمانه او خلک د دغو مراسمو لیدو ته راتلل.

ښاغلي بایډن د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ۳۰۶ انتخاباتي‌رایې (الیکټورل کالج) وګټلې او منتخب ولسمشر شو. ولسمشر ټرمپ ۲۳۲ انتخاباتي رایې ګټلې وې. د انتخاباتو د ګټلو لپاره ۲۷۰ انتخاباتي رایو ته ضرورت دی.

جوبایډن تر دې مخکې اته کاله د پخواني ولسمشر بارک اوباما مرستیال و.

XS
SM
MD
LG