ویتنام ته د بایډن سفر؛ دواړو هیوادونو د اړیکو په ژورولو ټینګار وکړ

بایډن او د ویتنام مشر

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د یکشنبې په ورځ سپتمبر ۱۰ (وږي ۲۰) ویتنام ته خپل لومړی سفر پیل کړ. ښاغلي بایډن وویل چې دواړه هیوادونه د راتلونکو لسیزو لپاره د هند - آرام سمندر د وضعیت د بدلولو فرصت لري.

د ولسمشر بایډن دا څرګندونې ښیي چې ددې دواړو هیوادونو اړیکو د ویتنام د جګړې راهیسې، چې نیمه پیړۍ مخکې پای ته رسیدلې، څومره ښه شوي چې بایډن "ترخه ماضي" بللې.

ویتنام له متحدو ایالتونو سره خپل روابط تر ټولو جامع ستراتیژیکې کچې ته رسوي، چې د ویتنام په نړیوالو روابطو کې تر ټولو عالي کچه ده.

بایډن، د ویتنام له مشرانو سره په لیدنه کې، د دې اقدام هرکلی وکړ او ویې ویل، هیله لري چې هانوي ته د خپل ۲۴ ساعته سفر په جریان کې د اقلیم، اقتصاد او نورو مسلو په اړه پرمختګ وشي.

بایډن د ویتنام د کمونست ګوند له عمومي منشي وین فو چاو سره د دغه ګوند په مرګزي دفتر کې د نويو اړیکو د دریځ د اعلان په مهال وویل: "موږ کولای شو چې د خپلو ملتونو ترمنځ، له جګړې څخه نیولې، تر عادي وضعیت او دغه نوي ټوکیدلي حالت پورې د ۵۰ کلن پرمختګ بهیر تعقیب کړو."

د متحده ایالاتو ولسمشر، چې د ویتنام په جګړه کې یې برخه نده اخیستې، خو ځان د "ویتنام د جګړې د وخت نسل" بولي، ویتنام یې د "یو ملګري، د باور وړ شریک او د نړیوالې ټولنې د یو مسؤل غړي" په توګه یاد کړ. هغه یادونه وکړه چې د ویتنام جګړې تجربه کونکي د بایډن د اقلیم د چارو مشر جان کیري، د اریزونا پخوانی جمهوري غوښتونکی سناتور جان مکین، د جګړې وروسته د ویتنام سره د اړیکو جوړولو لپاره لارې چارې وموندلې.

بایډن ښاغلیو کیري او مکین ته په شارې وويل: "دغو دواړو ښه په واضح شکل ولیدل هاغسې چې ما او نورو ولیدل چې په ګډې همکارۍ سره په ترخې ماضي باندې د برلاسه کېدو لپاره باید څومره ډېرڅه ترلاسه کړو."

د ویتنام د کمونست ګوند عمومي منشي وین فو چاو ژمنه وکړه چې د هغه هېواد به د دغې موافقې د عملي کولو لپاره د جدي کار کولو ژمنه وکړه چې په خبره یې بیا هغه "وخت موږ کولی شو ووایو چې دا بریا ده".

د دواړو هېوادونو مشرانو په مشخص ډول په دې مسئلې هېڅ خبرې نه دي کړې چې څنګه د چین اقتصادي او جیوپولیټیکل ودې یې د دوی د هېوادونو په نوي مشارکت کې مرسته کړې.

ویتنام د نورو هیوادونو سره د خپلو اړیکو د متقابل انډول په لټه کې دی. دې هیواد دمخه د چین او روسیې سره د ورته کچې اړیکې غوره کړې. د متحده ایالاتو سره د اړیکو لوړول دا په ډاګه کوي چې ویتنام غواړي پداسې حال کې ملګرتیا پراخه کړي چې متحده ایالات او اروپایی شرکتونه د چینایي فابریکو لپاره بدیلونه لټوي.

د ویتنام سره د متحده ایالاتو سوداګري له ۲۰۱۹ راهیسې ګړندۍ شوې ده. خو محدودیتونه شته چې څومره د دغه هېواد د زیربنا، د کارګرو د مهارتونو او حکومتوالۍ له ښه والي پرته نور پرمختګ کولای شي.

تر دې مخکې د امریکا د ملي امنیت د سلاکار مرستیال جان فینر ویلي وو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په خبرو کې به د هغو نادرو معدنونو د اکمالاتو مسله هم شامله وي چې د پرمختللې تکنالوېۍ په وسایلو لکه ځیرک تیلفونونه د الکترونیکي موټر په بیټریو کې کارول کیږي.