بایډن کانګرس ته په وینا کې: د افغانستان جګړه باید ختمه شي 

د امریکا ولسمشر جوبایډن، کانګرس ته د ولسمشر په توګه په خپلې لومړۍ وینا کې د افغانستان د جګړې پای ته رسولو غوښتونکی شو.

ښاغلي بایډن نن د چهارشنبې په ماښام اپریل ۲۸ (ثور ۸) نیټه په افغانستان کې د امریکا نظامي ماموریت غځیدو ته په اشارې سره وویل چې همدا اوس په افغانستان کې د امریکا داسې سرتیري په دنده بوخت دي چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر ۱۱مې پر وخت لا پیدا شوي هم نه و.

ولسمشر بایډن وویل: مونږ اسامه بن لادن د هغه د اعمالو په سزا ورسولو او په افغانستان کې مو د القاعدې تروریستي ګواښ تر ډیره کم کړ. اوس نو له ۲۰ کلونو قربانیو او فداکاریو وروسته ددې وخت رسیدلی چې امریکایي ځواکونه بیرته خپل هیواد ته ستانه شي.

همداراز ښاغلي بایډن وویل چې”له ۲۰۰۱ کال راهیسې د تروریزم ګواښ د افغانستان له پولو اووښتی اولا ډیر شوی خو دا یې هم وویل چې مونږ به امریکا ته د هر ډول راتلونکي ګواښ څارنه کوو که هغه له هر ځای څخه وي. القاعده په یمن، سوریه، سومالیا او نورو افریقايي هیوادونو کې هم شتون لري. “

ولسمشر بایډن دوه اونۍ وړاندې اعلان وکړ چې پاتې ۲۵۰۰ امریکایي سرتیري به د مۍ له لومړۍ نیټې څخه د افغانستان څخه د وتلو لړۍ پیل او د سپتمبر میاشتې تر ۱۱ مې نیټې پورې بشپړ شي.

امریکا کې د دواړو مخکښتو ګوندونو ترمنځ ګوندي اختلافاتو ته په اشارې سره وویل، اړینه ده چې دموکراتان او جمهوري غوښتونکي یوې اجماع ته د رسیدو لپاره یو بل سره ګډ کار وکړي.

په امریکا کې کرونا

ولسمشر بایډن د خپلې وینا په پیل کې د کرونا ویروس د مخینوي په لړ کې د خپل حکومت لاسته راوړنې وستایلې او وویل چې د ولسمشرۍ په لومړیو سلو ورځو کې د کرونا ضد واکسین ۲۲۰ میلیون ډوزه تطبیق شوي دي.

ولسمشر بایډن همداراز د امریکا اوسني اقتصادي پرمختګ ته په اشارې سره وویل چې دغه پرمختګ په تیرو څلورو سلیزو کې بی مثاله دی او اټکل شوی چې روان کال به دغه پرمختګ ۶ سلنه وده وکړي. هغه همداراز وویل چې د ولسمشرۍ په لومړیو سلو ورځو کې یې یو میلیون او ۳ سوه زره دندې رامنځته کړي دي.

د جمهور رئیس بایډن په وینا د امریکا متحده ایالات به په ۲۱ پیړۍ کې د چین او نورو هیوادونو سره یسالي ولري او باید پدغه سیالۍ کې کارونه ښه پرمخ بوزي. هغه وویل چې د دوهمې نړیوالې جګړه راوروسته یې ستره اقتصادي طرحه وړاندې کړې چې میلیونونو امریکایانو ته به کار او روزګار پیدا شي.

جمهور رئیس بایدن یو ځل بیا په امریکا کې په ساعت کې ۱۵ ډالرو ته د حد اقل مزد د لوړیدو غوښتنه تکرار کړه.

د امریکا د مهاجرت په سیستم کې اصلاحات، روغتیایي بیمې ته د لاسرسي زیاتیدل، د زده کړو د سیستم د نظام او امکاناتو ښه کیدل او د وسلو د لرلو لپاره د سختو مقرراتو وضع کول هغه نور ټکي وو چې ښاغلي بایډن پرې ټینګار وکړ.

هغه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د منع قانون بیا پلي کولو ته په اشارې وویل: "راځئ چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منع کیدو قانون بیا نافذ کړو...د اټکل له مخې هره میاشت په امریکا کې لږ تر لږه ۵۰ ښځې د خپل ژوند د شریک له لورې وژل کیږي."

د جورج فلویډ د مړینې د لومړۍ کلیزې په درشل کې چې پراخې مظاهرې او غبرګونونه یې درلودل، ښاغلي بایډن په امریکا کې د پولیسو په نظام او د جزا ورکولو د عدالت په سیستم کې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه او له کانګرس نه یې وغوښتل چې پدې هکله سره موافقه وکړي.

ښاغلي بایډن وویل چې د روسیې په اړه یې د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین ته څرګنده کړې چې د کړکیچ د زیاتیدو پلوي ندی، خو په وینا یې د مسکو کړنې پایلامې لري. خو وویل چې د اټومي وسلو د پراخولو د مخنیوي د نوي تړون او د اقلیم د بدلون سره د مبارزې په برخه کې له روسیې سره همکاري کوي.

هغه همداشان وویل چې د امریکا او نړۍ امنیت ته د ایران او شمالي کوریا د اټومي ګواښ په وړاندې د متحده ایالاتو د متحدینو سره ګډ کار کوي چې د دپلوماسۍ او د مخنیوي د سختو لارو چارو له طریقه یې چاره وشي.

د ولسمشر بایډن تر وینا لنډه شیبه وروسته د جنوبي کرولاینا جمهوري غوښتونکي سناتور ټیم سکاټ د خپل حزب په استازیتوب د جمهوري غوښتونکو دریځ او د بایډن وینا ته خپل غبرګون څرګند کړ. هغه د امریکا د مخ په پرمختګ اقتصاد او د کرونا په وړاندې مبارزې کې د بري اصلي حقدار پخوانی ولسمشر او د هغه اداره وګڼله