امریکا ته د راتلونکو کډوالو شمېر زیات شوی

په امریکا کې دوڅلویښتم قانون چې له مخې یې د ساري ناروغیو د مخنیوي په هدف په سرحدونو کې امریکا ته د کډوالو له داخلېدو مخنیوی کېده، د پنجشنبې په ورځ مۍ ۱۲ (غوايي ۲۲) پای ته ورسېد.

رسمي شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۰ راهیسې دغه قانون په امریکا کې د کډوالو د رد کولو دپاره لږترلږه ۲.۵ میلیون ځله استعمال شوی دی.

چارواکي او د کډوالو د ملاتړ ادارې وايي، د ۴۲ قانون د مودې د پای ته رسېدو وروسته د امریکا جنوبي سرحد ته د راتلونکو کډوالو شمېر زیات شوی دی.

سپینه ماڼۍ وايي په جنوبي پوله کې د کډوالو د شمېر د زیاتېدو په تړاو د حل پر لارو چارو کار کوي.

د کډوالو په چارو کې د امریکا د ولسشمر جو بايډن لوړ پوړي سلاکار او د کورني امنیت وزیر الوهاندرو مېیورکس د چهار شنبې په ورځ اعلان وکړ چې پرته له یو څو استثناوو هغه کډوال چې له دغې پولې امریکا ته ننوځي، د پناه غوښتنه یې نه منظوریږي.

مېیورکس خبرداری ورکړ چې له پلې اوښتونکي کډوال ممکن له جنايي محاکمې سره هم مخامخ ښي.

ولسمشر بایډن پر کانګرس غږ کوي چې د کډوالو په تړاو نور ګامونه هم اوچت کړي. نوموړی وايي: "ما د کانګرس څخه د پولې د کنترول لپاره ډېرې پیسې وغوښتلې، خو دوی دا کار ونکړ. دوی دا کار ستونزمن کړ."

د بایډن مخالفین نوموړی پدې تړاو په کم کارۍ تورنوي. د استازو جرګې جمهوري غوښتونکی غړی جو ویلسن وايي، د بایډن تګلارې د امریکا ملي امنیت په خطر کې اچوي او امریکایان هرځای د باندنیو ترهګرو د بریدونو له ګواښ سره مخامخ کوي.

خو د کډوالو ملاتړې ادارې د بایډن اقدامات سخت بولي. د کډوالو د څېړنیز مرکز غړې میلیسا کرو وايي، دا اصول به د هغو خلکو ژوند په خطر کې واچوي چې ژوند ته یې د پېښ خطر له امله کډوال شوي او د امریکا پر جنوبي پوله به ګډوډي لا پسې زیاته کړي.

نوموړې دغه راز وايي: "لکه چې چارواکي پوهیږي، دا کار ناقانونه هم دی. په اړینه توګه دا نوي اصول د ټرمپ د وخت هغه بندیزونه پلي کوي، چې بایډن یې د خپلې ټاکنېزې سیالۍ پر مهال مخالفت کړی وو. د امریکا فدرالي محکمې هم دغه بندیزونه ناقانونه اعلان کړي وو."

که څه هم په واشنګټن کې پدې اړه بحثونه زیات شوي خو داسې نه ښکاري چې د امریکا ویشل شوی کانګرس به امریکا ته د راتلونکو کډوالو د شمېر په اړه تګلارو جوړولو په تړاو هوکړه وکړي.